کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٤): د افغانستان د موى تاى ملي لوبډلې په ټايلنډ کې د دې لوبې د ١٥٠٠ ورزشکارانو تر منځ په ترسره شوې نړيواله سيالۍ کې درې د سرو او يو د سپينو زرو مډال خپل کړى دى.
د ٢٠١٥ کال د موى تاى د اتلولۍ نړيوالې سيالۍ، د اګسټ له ١٣تر ٢٣ مې پورې د ټايلنډ په بنکاک ښار کې د څه باندې سلو هېوادونو د تنکيو ځوانانو، ځوانانو، نجونو او لويانو تر منځ ترسره شوې.
په دې سياليو کې شپږ ورزشکارانو، يوه مربي او يوه افغان پلاوي ګډون کړى و.
د موى تاى ملي فدراسيون مشر مير حسين حسيني په دې سيالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلېدل بې مخينې وبلل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې له خپلو ورزشکارانو خوښ دى؛ ځکه چې وتوانېدل د ١٥٠٠ ورزشکارانو تر منځ د سرو او سپينو مډالونه وګټي.
حسيني زياته کړه چې ابراهيم حيدري، عبدالله اميري او جواد علجايي د سرو زرو مډالونه او محمديوسف جهانګير د سپينو زرو مډال ګټلى دى.
هغه ويل چې هر افغان ورزشکار وتوانېده چې د امريکا، هند، قزاقستان، اندونيزيا او نورو هېوادونو څلور يا پنځه سيالان مات کړي.
د موى تاى ملي لوبډلې پخوا هم په څو نړيوالو سياليو لاسته راوړنې درلودې.
د ميرحسين حسيني په خبره، افغان ورزشکارانو د ٢٠١٤ کال د موى تا په نړيوالو سيايلو کې د ٨٦ نورو هېوادونو له ورزشکارانو سره يو ځاى د ماليزيا په لنکاوي ښار کې ګډون کړى و چې دوه د سرو او دوه د برونزو مډالونه يې ګټلي وو.
موى تاى رزمي ورزش چې ((ټايلنډي بوکس)) هم ورته وايي، د ټايلنډ ملي لوبه ده چې دوه زره کلنه مخينه لري او د اسيا د المپيک کمېټې غړيتوب لري.
اوسمهال د موى تاى نړيوال سازمان کې نږدې ١٢٠ هېوادونه غړيتوب لري او هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې نړيوالې سيالۍ جوړوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










