منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۳ غ.م
۲°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار د فرخار پستو حاصل دوه برابره ډېر شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۵ کتنې

تالقان (پژواک، ٣ وږى ٩٤): د تخار د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په دې ولسوالۍ کې د پستې د حاصلاتو کچه دوه برابره لوړه شوې ده.

د یادې ولسوالۍ د خرماب سیمې اوسېدونکي مختار پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال ده او کليوالو يې د نورو کلونو په پرتله ډېره پسته راټوله کړې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ ځمکې نه لرو چې دهقاني وکړو، نور هم څه نه لرو یوازې دا پسته ده چې کال په کال یې راټولوو او د کور خرڅ ترې وباسو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال هر کس له لسو تر شپېتو منو پورې پسته ټوله کړې ده، په داسې حال کې چې په نورو کلونو کې به هر کس پنځه تر ٢٥ منو پورې پسته ټولوله.

د مختار په وينا، که حکومت دغو ځنګلونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي نو کېداى شي چې د پستې د حاصلاتو کچه څو برابره نوره هم لوړه شي.

ده وويل: ((په نورو ولسواليو کې خلکو د پستې ونې وهلې دي، يواځې په فرخار ولسوالۍ شته او د پستې د ټولولو پر مهال د نورو سيمو اوسېدونکي هم زموږ غرونو ته راځي.))

د فرخار ولسوالۍ د اردیشان سیمې اوسېدونکي حاجي نصرالله هم پژواک ته وويل چې سږ په دې ولسوالۍ کې د پستې د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((له کورنيو جګړو وړاندې دلته د پستو ځنګلونه ډېر ګڼ وو، خو يو شمېر قوماندانانو په خپل سر ونې و وهلې او له نيمايي ډېر ځنګلونه يې پر وچ ډاک بدل کړل.))

هغه وايي، وروسته بیا ځايي اوسېدونکو د پستې د ونو پر وهلو بندیز ولګاوه او په سرغړوونکي یې جرمانه کېښوده.

حاجي نصروالله وايي: ((کله مو چې د پستې د ونو پر وهلو بنديز ولګاوه نو اوس يې حاصلات هم ورځ تر بلې ډېريږي، موږ حکومت ته نه ګورو، خپله یې ساتنه کوو، ساتونکو ته تنخوا ورکوو خو که چا د پستې یوه څانګه هم ووهله او یاهم یوه وچه څانګه کور ته راوړه پنځه زره افغانۍ جریمه کېږي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکو سږ کال يو من (٧ کيلوګرامه) پسته له زرو تر ١٥٠٠ افغانيو پلورلې ده په داسې حال کې په نورو کلونو کې به يې يو من پسته په پنځه يا اته سوه افغانيو پلورله.

دغه راز د تخار ولايت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مشر محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې د تخار د نورو سيمو په پرتله سږ کال په فرخار ولسوالۍ کې د پستې د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه د تخار په نورو سيمو کې د پستې د حاصلاتو د کموالي په اړه وويل: ((په پسرلي موسم کې چې پستې خپل مغذ کلکوي، بې وخته بارانونه وشول، دوړې او خاورې راغلې او هوا به کله سړه او کله به ګرمه شوه چې له امله يې ډېرې پستې تويې شوې او حاصلات يې کم شول.))

د ساعي په وينا، له يادو طبيعي پېښو سره تر ډېره برېده د تالقان، بهارک، هزارسموچ، بنګي، چال، چاه اب او د ځينو نورو سيمو د پستې ونې مخ وې.

خو ده وويل چې د فرخار ولسوالۍ د پستې ځنګلونه سږ کال بيا له دې طبيعي افتونو څخه په امان کې و.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دقيق ارقام نه لرم چې څومره به د فرخار د پستې حاصلات ډېر شوي وي خو اټکل کوم چې د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره ډېر شوي دي.))

د تخار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت فرخار، رستاق، چاه آب، ینګي کلا او بهارک ولسوالۍ کې د پستې ګڼ ځنګلونه شته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه