ژبه

د ولسي جرګې وکيل حميدالله توخى له وسله وال بريده روغ وتلى

کلات (پژواک، ٣ وږى ٩٤): په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازى حميدالله توخى د وسله والو طالبانو له يوه بريده روغ وتلى، خو دريو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر حميد الله توخي دغه بريد نن له غرمې مخکې د زابل – کندهار پر لويه لاره شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى کندهار ولايت ته په لاره و چې د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرې بريد شوى دى.

خو سيال د دغه بريد په پايله کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د حميدالله توخي زوى عبدالواسع توخي پژواک اژانس ته وويل چې پلار يې له دغه بريده روغ وتلى خو پر موټر يې چې زرې دى، څو مرمۍ لګېدلې دي.

د هغه په وينا، د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې يې د پلار يو ساتونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع