منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبـډله ماليزيا ته روانه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل ( پژواک، ٣ وږى ٩٤ ) : د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله د اسيا په غوره ليګ سياليو کې د ګډون په موخه ماليزيا ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د وږي په ٦مه، د ماليزيا په پلازمېنه کواللمپور ښار کې پيلېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې پنځوس اووره يو ورځنيو سياليو کې دافغانستان ترڅنګ د کوربه هېواد ماليزيا، نيپال، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کويټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ګډون کوي.

نوموړي وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نولس کلنو ملي لوبډلې بشپړ چمتووالي په موخه هراړخيز تمريناتي کمپونه په لاره اچولي او نولس کلنه ملي لوبډله به له هره اړخه چمتو په سياليو کې ګډون وکړي.

د ١٩ کلنو ملي لوبـډله به خپله لومړۍ لوبه د وږي په ٦مه، له نيپال سره، په ٩مه  متحده اماراتو   سره،په لسمه له سعودي سره او په ١٢ مه له کوربه ماليزيا سره خپله لوبه ترسره کوي.  

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش، اجراييوي رييس شفيق ستانکزى ، د خوست والي حکم خان حبيبي، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي لياقت بابکرخېل ، د مشرانو جرګې پخواني غړي عارف پښتون ، د کرکټ بورډ نورو کارکوونکو کې د ماليزيا سياليو ته د ١٩ کلنو لوبډله رخصت کړه.

د کرکټ بورډ عمومي رييس د نولس کلن  لوبغاړي د هېواد د کرکټ راتلونکي ملي ستوري وبلل او زياته يې کړه، چې د نولس کلنو لوبډله د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي له ځانه سره لري او په برياليتوب سره به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د خوست والي وويل چې کرکټ د افغانستان تاريخي غرور نړيوالو ته وښود او ملي بيرغ يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپاوه.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې روزونکي دولت خان احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى له تېرو څو مياشتو راهيسې ددې سياليو لپاره تمرينات په لاره اچولي او ښه لوبډله يې ټاکلې ده.

نوموړي هيله څرګنده کړه  چې لوبډله به يې له خپلې اتلولۍ څخه په دفاع کولو کې بريالۍ شي.

د ماليزيا سياليو لپاره ټاکل شوې د ١٩ کلنو لوبډله په لاندې ډول ده.

حضرت الله ځاځى، نويدالله، احسان الله جنت، طارق ستانکزى، وحيدالله شفق، رشيد خان ارمان، مسلم موسى، کريم جنت، محمد سردار ولي، ناصر خان، ضياء الرحمن، محمد ظاهر او نوين الحق.

دغه راز شمس الرحمن، يوسف ځاځى، اکرام او نجات مسعود په احتياطي لوبغاړو کې شامل شوي دي. ش

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې