کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٤): سبا ته په کابل کې "د افغانستان روشن غوره ليګ" سيالۍ پيلېږي او د فوټبال فدارسيون چارواکي وايي چې د دې سياليو بريالۍ لوبدله به د سوېلي اسيا د اتلولۍ په سياليو کې ګډون کوي.
د دغو سياليو څلورم فصل د اتو زونونو د اتو ازادو کلپونو تر منځ په کابل کې د فوټبال فدارسيون په ورزشي لوبغالي کې پيلېږي او په لومړۍ لوبه کې به اسمايي شاهين او سيمرغ البرز يو له بل سره مخامخ شي.
د فوټبال ملي فدراسيون مشر کرام الدين کريم نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، ټاکل شوې چې د افغانستان روشن غوره ليګ سيالۍ سبا په رسمي ډول پيل شي.
هغه زياته کړه چې د فوټبال چارواکي به له خپلو نږدې همکارانو سره هڅه وکړي چې د دغه ليګ څلورم فصل د فوټبال د مينه والو لپاره لا زړه را ښکونکى کړي.
سرچينې زياته کړه:((د افغانستان د فوټبال فدراسيون د خپلو پرلپسې هڅو په پايله کې توانېدلى چې د څلورم فصل اتله لوبډله"د افغانستان روشن غوره ليګ" د سويلي اسيا سياليو ته ور وپېژني، څو په دې سياليو کې د افغانستان استازولي وکړي.
هغه وويل چې ګټونکې لوبډله به له دې لوبو وروسته د اسيا چلېنچ کپ سياليو کې هم ګډون وکړي چې دا د خوښۍ او وياړ ځاى دى او د افغانستان د فوټبال ملي فدارسيون ژمنه کوي چې دا ليګ به تر نهم کال پورې په يو معياري او ملي ليګ بدل کړي.
د روشن مخابراتي شرکت د بشري سرچينو مسوول شېرين رحماني وويل چې د فوټبال غوره ليک سياليو په را رسېدو سره دا شرکت وياړي چې يو ځل بيا د افغانستان د غوره ليګ رسمي ملاتړى دى.
د افغاسنتان د غوره ليګ کمېشنر شفيق ګوهري دا ليګ د يوه ستر او مسلکي ليګ او فوټبالي پېښې په توګه د افغانستان لپاره د هيلو څرک وباله او ويې ويل چې غوره ليګ د ځوانانو لپاره ثابته کړه چې که زحمت وباسي، نو خپلو هيلو ته رسېدلى شي.
د افغانستان غوره ليګ د موسسو او ملي پانګه والو په ملاتړ جوړېږي او دا سيالۍ شاوخوا درى مياشتې وخت نيسي.
دا سيالۍ د تېرو نورو کلونو پرته په حرفوي او لوړه کچه د ټلويزيوني پوښښ سره ترسره کېږي او له تېرو سياليو سره يو توپير دا دى چې له دې سيالۍ وروسته د مېرمنو تورنمنټ هم ترسره کېږي.
په تېرو دريو کلونو کې په هېواد کې د غوره ليګ درې سيالۍ ترسره شوې چې د تېر کال په سياليو کې د کابل شاهين اسمايي لوبډلې د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
غوره ليګ د فيفا(د فوټبال نړيوال فدارسيون) او د اسيا د فوټبال کنفدراسيون ملاتړ هم له ځان سره لري او د سيالۍ ټول قوانين او مقررات د دوو بنسټونو له قوانينو سره سم پلي کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










