کابل ( پژواک، ۶ وږی ۹۴ ) : د افغانستان کرکټ ملي ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا غوره لیګ سیالیو پیل کویټ ته په ماتې ورکولو په بریا سره وکړ.
د اسیا د شپږو هیوادونو ترمنځ د کرکټ غوره لیګ سیالۍ (پنځوس اووریزه) نن د مالیزیا په پلازمینه کواللمپور کې پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د وږي په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې پچه کویټه ګټلې وه، خو د توپوهنې پریکړه وکړه. کویټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۴ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۰۵ منډو هدف ورکړ.
د هوتک په وینا، د افغان لوبغاړو لخوا مسلم موسی د سیالې لوبډلې، درې، کریم جنت او ضیاالرحمن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دی وایي چې دافغانستان ۱۹ کلنو لوبډله یاد هدف په ۱۶ اوورم کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړه او لوبه یې په اتو ویکړه وګټله. دافغان لوبډلې له لوري حضرت الله ۴۷ منډې جوړې کړې،
مسلم موسی د سیالۍ غوره لوبغاړو ونومول شو.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










