منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:12 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونهغړي

هلمند کې د يوې پوستې اشپز وژل شوى او شپږ پوليس يې لادرکه دي

· 2 دقیقې لوستل · 85 کتنې

لښکرګاه ( پژواک، ٦ وږى ٩٤): يوه باوري حکومتی سرچينه وايي، د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يوې پوستې اشپز وژل شوى او شپږ پوليس يې له وسلو او يوه موټر سره لادرکه دي.

په هلمند کې يوې حکومتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ د امير بلند اغا په سيمه کې د يوې پوستې اشپز په مرموز ډول وژل شوى دى.

سرچينه وايي چې د دې پوستې شپږ پوليس له وسلو او يوه رېنجر موټر سره لادرکه دي او ځايي چارواکي نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو له دې پېښې خبر شوي او پلټنې يې پيل کړي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې په سيمه کې د نورو امنيتي پوستو د شتون له امله وسله وال مخالفين نه شي کولاى د يادې پوستې موټر او پوليس له ځان سره بوځي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ولايتي چارواکيو سره خبرې وکړو،خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه د ګرمسېر په ولسوالۍ کې د دوى دوو نفوذى کسانو د يوې پوستې پر پوليسو ډزې کړي چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او نور تښتېدلي دي.

هغوى وايي، چې د دوى نفوذي کسانو د پوستې يو رېنجر موټر له شپږ ميله کلاشينکوفونو او مهماتو سره طالبانو ته رسولي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

زين الله استانکزى
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه
امنیت او جرمونه

غزني کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

امنیت او جرمونه

جوزجان کې يو کس د خپل ورور د وژنې په تور نیول شوی

امنیت او جرمونه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

امنیت او جرمونه

هلمند کې د څلورو انسان‌تښتوونکو نیول کېدل؛ دوه تښتولي کسان ژغورل شوي

امنیت او جرمونه

مجاهد: د جرمونو نړۍواله محکمه دې له خپل صلاحیته پورته ادعاوې نه کوي

امنیت او جرمونه

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال او د یو‌اېن‌او‌ډي‌سي مشر د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

امنیت او جرمونه

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله وغندله

امنیت او جرمونه

کابلوف: د مسکو فارمت په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ بحث کېږي