کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې د ا سيا غوره ليګ سياليو په لړ کې نيپال ته ستره ماتې ورکړه.
د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ غوره ليګ پنځوس اووريزه سيالۍ د وږي په ٦مه د ماليزيا په پلازمcنه کواللمپور ښار کې پيل شوې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې د ١٩ کلنو ملي لوبډلې نن خپله دويمه لوبه له نيپال سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه چې د دې لوبې پچه د نيپال لوبډلې ګټلې او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د نيپال لوبـډله په ٤٨ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٣ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٢٤ هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري ضياء الرحمن او پروېز ملکزي درې درې، نوين الحق دوه او کريم جنت د نيپال يو لوبغاړي وسوځول.
هوتک وويل چې د افغانستان لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢٥ اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ترلاسه کړ او په دې سياليو کې يې دويمه بريا خپله کړه.
د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي د دريو شپږيزو او شپږو څلوريزو په مټ ٦٨ او ناصر خان ٥٨ منډې جوړې کړې.
ضياء الرحمن ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان پرون په خپلې لومړۍ لوبه کې کويټ ته هم ماتې ورکړې وه.
په دې سياليو کې د افغانستان تر څنګ د کوربه هېواد ماليزيا، نيپال، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او کويټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې ګډون کوي.
د ١٩ کلنو ملي لوبډله به خپله دريمه لوبه د وږي په ٩مه له متحده عربي اماراتو سره ترسره کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










