منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د زونونو تر منځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٧ وږی ۹۴): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت په ننګرهار او خوست ولايتونو کې د زونونو تر منځ د کرکټ پنځه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې دي.

دا لوبې هر کال په کور دننه ترسره کېږي، خو ويل کېږي سږ کال يې ستر هدف په نړيوالو څلور ورځنيو سياليو (انټرکانټنينټال) کې د لوبېدو لپاره د ۳۰ غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو تر منځ د انټرکانټينيټال يا لويو وچو د کرکټ لوبې د اته هېوادونو تر منځ ترسره کېږي چې افغانستان په کې يو ځل قهرماني او بل ځل دويم مقام ګټلی دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي ګمېټې يو غړی او د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد پرون د ننګرهار د غازي امان الله په لوبغالي کې د يادو لوبو د پيلېدو په مراسمو کې پژواک اژانس ته وويل چې دا لوبې هم مهال په خوست او ننګرهار ولايتونو کې هم پيل شوې.

عابد زياته کړه: ((دا لوبې چې هر کال په هېواد کې ترسره کېږي، د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون په کې د الف، ۱۹ کلنو او ولايتي لوبډلو لوبغاړې برخه لري، دا د دوی لپاره د ازموينې په معنا لوبې دي، څو موږ ترې غوره او د حوصلې لوبغاړې وټاکو.))

هستي ګل عابد هيله وښوده چې د ښه لوبغاړو په غوره کولو سره به وکولی شي د انټرکاټينيټال په لوبو کې ښه لاسته راوړنه ولري څو د ټسټ په نړيوالو لوبو کې ۱۱ مقام ترلاسه کړي.

په ختيځ کې د کرکټ بورډ رييس بختيار ساحل پژواک ژانس ته وويل چې په يادو ځلور ورځينو سياليو کې د امو، بُست، بند امير، مس عينک او سپين غر لوبډلې برخه لري.

ساحل يادونه وکړه: ((موږ غواړو په دې لوبو کې هغه لوبغاړي پيدا کړو، چې په ټيسټ لوبو کې د لوبېدو وړتيا او حوصله ولري، ځکه موده وروسته د انټرکانټينينټال لوبې پيلېږي او لوبغاړي به ورته له همدې کورنيو لوبو څخه کېږي.))

افغانستان سږ کال د انټرکانټيننټال د لوبو په لومړی لوبه کې د سکاټلينډ د لوبېدو پر مهال د ورښتونو له امله يواځې شپږ نومرې ترلاسه کړل .

په دې سياليو کې پي اېن جي، امارات، کينيا، ايرلينډ ، نميبيا او هالينډ په ګډون لوبډلې له افغانستان سره په دغو لوبو کې سيالي وکړي.

د سوېلي زون  د بُست لوبډلې روزنکي قيام الدين کاکړ پژواک اژانس ته وويل چې کورنۍ څلور ورځنۍ سيالۍ به د لوبغاړو پر جسماني روغتيا ښه اغېزه ولري او د لوبېدو حوصله به يې زياته کړي.

د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د بست او سپين غر زونونو لوبډلو تر منځ لوبه پيل شوه چې په لومړۍ ورځ د بست لوبډله په خپل لومړي وار کې په ٢٢٩ منډو وسوځېده او د ورځې تر پايه پورې د سپين غر لوبډلې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ٣٢ منډې جوړې کړې وې.

بلخوا په خوست ولايت کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرا‌ئيوي رييس، مرستيالانو او نورو چارواکو په شتون کې د دې لوبو پرانيسته وشوه.

د خوست په خصوصي لوبغالي کې د مس عينک او بند امير لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې