منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۶ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هند د افغانستان له کرکټ بورډ سره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): هندوستان له افغانستان سره د کرکټ لوبې په ځينو برخو کې د مرستو ژمنې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د دغه هېواد د کرکټ ادارې له سکرتر جنرال انوراګ ټاکور سره وليدل.

هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارو تر منځ د اړيکو او همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې د هندوستان کرکټ بورډ په همکارۍ به د افغانستان کرکټ بورډ لا پياوړى شي.

د نوموړي په وينا، د کرکټ په برخه کې د هندوستان له همکاريو سره به د افغانستان کرکټ نوره وده هم وکړي.

هوتک وايي، د دې ليدنې پر مهال د هندوستان د کرکټ ادارې سکرتر جنرال انوراګ ټاکور د افغان پلاوي د هرکلي تر څنګ ژمنه وکړه چې اداره به يې له افغانستان سره د کرکټ په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

د يادونې ده، دا لومړى ځل دى د افغانستان او هندوستان د کرکټ ادارو تر منځ په لوړه کچه اړيکې نيول کېږي.

د يوبل خبر له مخې، د افغانستان د معلوليت لرونکو وګړو د کرکټ ملي لوبډله په يو شمېر نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په بنګله دېش کې د معلوليت لرونکو وګړو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د سره صليب نړيوالې کمېټې له خوا په لاره اچول کېږي.

هغه زياته کړه، چې په دې سياليو کې به دافغانستان ترڅنګ، د هندوستان، انګلستان او کوربه هېواد بنګله دېش لوبډلې برخه اخلي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې