منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۴ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې اماراتو ته هم ستره ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل ( پژواک، ٩ وږى ٩٤ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلې د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې درېيمه بريا خپله کړه.

د اسيا د شپـږو هېوادونو د ١٩ کلنو لوبـډلو ترمنځ د کرکـټ يو ورځنۍ پنځوس اوريزې سيالۍ د وږي په ٦مه، د ماليزيا په پلازمېنه کواللمپور کې پيل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې نن خپله درېيمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړه.

هغه زياته کړه‌، د اماراتو لوبـډلې د پچې ګټلوسره لومړى توپوهنه وکړه، چې د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د اماراتو ټوله لوبډله په ٣١ اوور کې د ٨٨ منډو په جوړولو سره وسوځېده او افغانستان ته يې د ٨٩ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري طارق خان په زړه پورې لوبه وکړه او د اماراتو پنځه لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز ضياء الرحمن او رشيد خان هم دوه دوه لوبغاړي وسو‌ځول.

هوتک وايي چې دافغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ديارلسم اوور کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

طارق ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان تر دې مخکې د کويټ او نيپال لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان خپله څلورمه لوبه سبا د وږي په لسمه له سعودي عربستان سره ، پنځمه او وروستۍ لوبه  د وږي په ١٢ مه له کوربه ماليزيا سره ترسره کوي . 

افغانستان به په دې سياليو کې له خپلې اتلولۍ څخه په برياليتوب سره دفاع وکړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې