منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرکټ: افغانستان د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٤): د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په برياليتوب سره د اسيا په غوره ليګ سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او يو ځل بيا يې د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.

د اسيا د شپـږو هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو تر منځ د کرکټ يوه ورځنۍ سيالۍ د وږي په ٦مه د ماليزيا په پلازمېنه کوللمپور کې پيل شوې وې چې نن د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي ١٩ کلنې لوبډلې نن خپله وروستۍ لوبه له کوربه هېواد ماليزيا سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، د ماليزيا کرکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله توپوهنه وکړه،  په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٠٦ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري پياوړي تېز توپ اچوونکي نوين الحق په زړه پورې لوبه وکړه او د ماليزيا شپږ لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز رشيد خان هم درى لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي چې د  افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٢١ ا وور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ٦٠ منډې يې جوړې کړې، دغه راز وحيدالله شفق ٢٣  او پروېز ملکزي ١٠ منډې جوړې کړې.

له دې بريا سره افغانستان په دې سياليو کې د پنځو لوبو په ګټلو سره لس نومرې ترلاسه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

نوين الحق د دې لوبې او حضرت الله ځاځى د ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شول.

حضرت الله ځاځي په دې سياليو کې تر ټولو زياتې ٣١٤ منډې جوړې کړې چې درې پنځوسيزې په کې شاملې دي.

د يادونې ده چې افغانستان تېر کال هم په کويټ کې د اسيا غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړې وه او دا ځل يې په برياليتوب سره له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او  اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي پر دې بريا او اتلولۍ ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.

دوى وايي چې په هېواد کې کرکټ په ډېرې تېزۍ سره د پرمختګ پر لوري روان دى او د ١٩ کلنې لوبډلې بريا دا په ګوته کوي چې د افغانستان کرکټ روښانه راتلونکى لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې