فراه(پژواک، ١٤وږی۹۴):د چرګانو د والګي (انفلونزا) ويروس د مخنيوی په موخه، فراه ته له ايرانه راوړل شوې درې کانتينره هګۍ وسوځول شوې.
د فراه د ګمرک مشر آجرخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودي راهيسې په ايران کې د چرګانو د والګي ويروس (H5N1) پيدا شوى دى.
د دې ناورغۍ ويروس له خوګ نه الوتونکو او بيا انسان ته لېږدي او که په وخت يې درملنه ونه شي، انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولاى شي.
د آجرخان په وينا، له همدې امله د کرنې او روغتيا وزارتونو ورڅخه غوښتي چې له ايران څخه د چرګانو او د چرګانو د غوښو او هګيو د رالېږد مخه ونيسي.
هغه زياته کړه چې يوه مياشت مخکې له ايران څخه پر هګيو بار درې کانتينره په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېدل، خو د فراه په ګمرک کې يې مخه ونيول شوه.
دى وايي، هڅه وشوه چې دغه هګۍ بېرته ايران ته واستول شي، خو ايران ورسره ونه منله او نن وسوځول شوې.
د ګمرک رييس وويل چې دغه هګۍ د افغان دوست په نوم يو شرکت له ايران څخه افغانستان ته رالېږدولې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










