کابل ( پژواک، ١٤ وږى ٩٤ ) : د افغانستان د زونونو ترمنځ د الکوزي احمدشاه ابدالي څلور ورځنيو کرکټ سياليو په لړ کې مس عينک سپين غر ته ماتې ورکړه، د امو او بند امير لوبډلو ترمنځ لوبه پاى ته ورسېده.
د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ دغه سيالۍ د ننګرهار ولايت په غازي امان الله خان او د خوست ولايت په خصوصي کرکټ لوبغالي کې روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوې څلور ورځنۍ لوبه د مس عينک زون لوبډلې په بريا سره پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، ددې لوبې پچه د مس عينک لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د سپين غر لوبډلې په خپل لومړي اننګز (وار) کې ١١٢ منډې جوړې کړې، شبير نوري تر نورو ښه لوبه وکړه او ٢٨ منډې يې جوړې کړې.
د مس عينک له لوري رحمت شاه پنځه او ظاهر خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې ٢٦١ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري ګلبدين نايب ١٣٠ او نور علي ځدراڼ ٥٣ منډې جوړې کړې او دغه راز د مس عينک لوبډلې پر سپين غر ١٤٩ منډې زياتې کړې.
هوتک وايي چې د سپين غر لوبډلې په دويم اننګز کې ١٦١ منډې جوړې کړې او د لومړي اننګز له زيان وروسته يې مس عينک ته د ١٠ منډو هدف ورکړى و، چې هغوى په اسانۍ سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د مس عينک لوبډلې له خوا ګلبدين نايب څلور او روښان درې لوبغاړي وسوځول، ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د خوست ولايت د کرکټ په خصوصي لوبغالي کې د بند امير او امو زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
هوتک وايي، ددې لوبې پچه بند امير ګټلې وه، خو د امو زون لوبډلې ته يې توپوهنه ورکړه، د امون زون په خپل لومړي اننګز کې د عثمان غني د ١٥٠ منډو پر مټ ٣٧٩ منډې جوړې کړې، دغه راز خير عمر ٥٥ ، طاهر عمر ٣٧ او عبدالله مزاري ٣٤ منډې جوړې کړې.
د بند امير له لوري نور الحق څلور او امير حمزه ٣ لوبغاړي وسوځول.
د بند امير لوبډلې په خپل لومړي اننګز کې د حشمت الله شهيدي د ١٢٦ منډو پر مټ ٢٦٢ منډې جوړې کړې، د امو له لوري شرف الدين اشرف په زړه پورې توپ اچونه وکړه او ٨ لوبغاړي يې وسوځول.
د امو زون په خپل دويم اننګز کې په نهو لوبغاړو ٣٠٧ منډې جوړې کړې او د بند امير لوبډلې ته يې د ٤٢٢ منډو هدف ورکړ.
د امو له لوري په دويم اننګز کې جمعه ګل ٨١، عثمان غني ٥٣ او جنت ګل ٤٠ منډې جوړې کړې. د بند امير له لوري انعام الله خان څلور او امير حمزه درې لوبغاړي وسوځول.
د بند امير لوبډلې تر ټاکلي وخته پورې هدف ترلاسه نه کړ او دغه راز دا لوبه مساوي پاى ته ورسېده. بند امير په دويم اننګز کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ٣٥٥ منډې جوړې کړې.
حشمت الله شهيدي يو ځل بيا په زړه پورې لوبه وکړه او ١٦٣منډې يې جوړې کړې. او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
په دې سياليو کې تر اوسه د مس عينک زون ٤٠ نومرو سره لومړى، سپين غر ٢٠ نومرو سره دويم او د امو زون د ١٤ نومرو سره په درېيم مقام کې دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










