منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له جاپان سره د فوټبال نړيوال جام په غوراوي سياليو کې لوبه کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٤): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د ٢٠١٨ کال نړيوال جام غوراوي سياليو په لړ کې  سبا له جاپان سره لوبه کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند علي کاظمي د وږي په ١٦مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه سبا د سه شنبې په ورځ د مازديګر په پنځو بجو د ايران د پلازمېنې تهران په ازادۍ لوبغالي کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه چې د فوټبال ملي لوبـډله پرون له تايلينډ څخه چېرې يې چې دوستانه تمريناتي سيالۍ ترسره کړې، تهران ته رسېدلې ده.

د نوموړي په وينا، تهران ته په رسېدو ګنو  افغانانو د خپلې ملي لوبـډلې دروند هرکلى وکړ.

د امنيتي ستونزو له امله د افغانستان فوټبال لوبـډله د نړيوال جام  غوراوي سياليو کې خپلې لوبې په ايران کې ترسره کوي.

د ٢٠١٨ کال د فوټبال نړيوال جام  غوراوي سياليو کې چې ټاکل شوې په روسيه کې ترسره شي له اسيا څخه د غوراوي په سياليو کې افغانستان په (ي) ګروپ کې له جاپان، سوريې، سنګاپور او کمبوډيا سره دى.

افغانستان کمبوډيا ته ماتې ورکړې وه، خو سوريې بيا له افغانستان ‌څخه لوبه ګټلې وه‌.

د يادونې ده، جاپان اوس مهال په نړيوال درجه بندۍ کې ٥٨ مقام لري او د افغانستان مقام ١٣٠ دى.

د فوټبال لوبغاړى سيد هادي وايي چې که څه هم د جاپان لوبـډله تر افغانستان ډېره پياوړې ده، خو له دې لوبې څخه به افغان لوبغاړي ډېر څه زده کړي او تجربې به يې زياتې شي.

هغه زياتوي چې په تهران کې افغانان ډېر زيات ميشت دي او د افغاني نندارچيانو په شتون کې به د ملي لوبـډلې روحيه لوړه وي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې