کابل (پژواک، ۱۶ وږى ۹۴): د غېش لوبې د نوي جوړ شوي فدراسيون لخوا د پنځو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ په کابل کې سيالۍ ترسره شوې.
د غش لوبې (ارچرۍ) د فدراسيون مشر همايون عالميان د وږي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د پنځو ولايتونو د لوبغاړو تر منځ د ارچرۍ رسمي لوبې تېره اونۍ پيل شوې وې .
هغه زياته کړه، چې په دې ولايتونو کې کابل، پروان، غزني، ميدان وردګ او باميان شامل دي او نن د دغو ولايتونو د لوبغاړو ترمنځ پايلوبه ترسره شوه. دى وايي چې دغه فدراسيون په نورستان کې هم لوبډلې لري، خو د ځينو ستونزو له امله يې په دې سياليو کې ګډون نه درلود.
د ده په وينا، دغه لوبې د ارچرۍ د ملي ټېم د غوراوي په موخه ترسره شوې چې د (الف او ب) له دوو لوبډلو ۱۲ تنه لوبغاړي د ۳۰ متري واټن ويشتو لپاره غوره شول.
عالميان وايي، له الف لوبډلې څخه عبدالقدير منصف لومړى، عطامحمد اختري دويم، احمدخالد منصف درېيم او حسين داد څلور مقام او له "ب" لوبدلې څخه جميل لومړى، عزت الله دويم، احسان الله درېيم او اجمل څلورم مقام ترلاسه کړ.
عالميان وايي، غش لوبه په هېواد کې پخوانۍ مخينه لري چې له لسګونو کلونو راهيسې په غير رسمي ډول يې لوبې ترسره کېدې.
دى زياتوي، څلور کاله وړاندې يې په نړيوال او اسيايي فدراسيونونو کې د ارچرۍ فدراسيون ثبت کړى و، خو په افغانستان کې د اولمپيک ملي کمېټې دغه فدراسيون د ځينو ستونزو له امله په رسمي ډول ثبت نه کړ.
خو د غش لوبې فدراسيون مشر وويل: "د اولمپيک د ملي کمېټې نوې رهبري لطف وکړ، يو مياشت وړاندې يې د "ارچرۍ" فدراسيون په رسمي ډول د ملي اولمپيک په کمېټه کې ثبت کړ، کړنلاره يې جوړه او تاييد شوه؛ اوس دغه فدارسيون په رسمي ډول خپل فعاليت لري."
د نوموړي په خبره، په پام کې لري، چې د غش لوبې د ٥٠ متري واټن ويشتو لپاره هم په راتلونکي کې پايلوبه ترسره کړي، چې په ترڅ کې به يې ١٢ لوبغاړي غوره شي.
د يادې پايلوبې د لومړي مقام او د سرو زرو مډال ګټونکي عبدالقدير منصف، پژواک اژانس ته وويل: "موږ غواړو غېش لوبه د افغانستان د نورو لوبو، لکه فوتبال او کرکټ په شان د نړيوالو لوبو په کچه وځلوو او هېواد ته د غېش لوبې په برخه کې وياړونه او اتلولۍ راوړو."
هغه زياته کړه، په افغانستان کې ځکه د غېش لوبې لپاره زمينه برابره ده، چې دغه لوبه په هېواد کې له ډېرې پخوا زمانې راهيسې دوام لري، خو تراوسه په سنتي ډول ترسره کېدې.
منصف وايي، دغه لوبه په افغانستان کې ښه تنظيم ته اړتيا لري او اړينه ده، چې لوبغاړي يې په نړيوال معيار وروزل شي، چې په دې سره به ډېر ژر په ملي او نړيواله کچه پراختيا ومومي.
ده افغانستان د المپيک د ملي کمېټې او ارچري فدراسيون له مشر هماين عالميان څخه مننه وکړه چې د غېش لوبې د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










