کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د افغانستان د فوټبال ملي ټېم مشر، د ٢٠١٨ زېږديز کال نړيوال جام مقدماتي لوبو کې د جاپان له ملي ټيم سره په لوبو کې د خپل ټېم له پوره چمتووالي خبر ورکړ.
د هېواد د فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان المانى سرمربي سلوان اسکلزيچ دغه څرګندونې په نړيوال جام کې له جاپان سره له مقدماتي ليدنې وړاندې په خبري ناسته کې وکړې او ويې ويل چې له جاپان سره سيالي کول سخت کار دى، ياد ټېم داسې لوبغاړي لري چې د نړۍ په کچه په لومړيو لوبو کې لوبېږي.
نوموړي زياته کړه: "پوهېږو چې سخت کار په مخ کې لرو، خو موږ په ټولو لوبو کې د بريا لپاره ډګر ته ځو."
سلوان وويل، افغانستان په تېرو لسو لوبو کې چې له جاپان سره يې درلودې، له دې ډلې ٩ لوبې بايللې او افغانستان يوازې يو ځلې يادې ډلې ته ماتې ورکړې، خو دا موضوع د سې شنبې ورځې له لوبې سره هېڅ تړاو نه لري.
نوموړي په تهران کې د افغانستان د فوټبال ملي ټېم د پلويانو په اړه وويل: "زموږ پلويان د نړۍ له بهترينو پلويانو څخه دي. موږ په مشهد کې د خپلو پلويانو له ښه هرکلي سره مخ شو، له دې سره-سره چې موږ خپله لوبه سوريې ته وبايلله، خو دوى تر وروستۍ شېبې پورې موږ يوازې پرې نه ښودو."
د نوموړي په وينا، پلويان د افغانستان د ټېم لپاره ډېر اهميت لري او ملي ټېم به نن د دوى د خوشالۍ لپاره ټولې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د ملي ټېم کپتان جلال الدين شريعتيار د لوبې له پيل وړاندې په خبري ناسته کې وويل چې جاپان د اسيا او نړۍ په کچه ستر ټېم دى، خو دوى يې پر وړاندې سيالۍ کولو ته چمتو دي.
نوموړي زياته کړه: "موږ غواړو چې د جاپان پر وړاندې د افغانستان باور وښيو او هيله لرم چې ښه پايله به ترلاسه کړو."
د يادولو ده، افغانستان له اسيا څخه د ٢٠١٨ کال نړيړوال جام په مقدماتي لوبو کې په (ي) ګروپ کې له سينګاپور، جاپان، کمبوج او سوريې سره مخ کېږي.
افغانستان خپله لوبه سوريې ته بايللې، خو د کامبوج ټېم ته يې ماتې ورکړې ده.
بلخوا په ايران کې مېشت يو شمېر افغانانو د يادې لوبې د ټکټ د بيې له لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د فوټبال فدراسيون د معلوماتو پر بنسټ، ايران د يوه ټکټ بيه ٥٠ زره تومانه ټاکلې ده.
د ايران شرق ورځپاڼې په تهران کې مېشت د افغانستان سفارت فرهنګي اتشې محمد افسر رهبين له قوله ويلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ايران د فوټبال په فدراسيون کې د ناستې له ترسره کولو وروسته چې د ايران بېلابېلو بنسټونو هم په کې شتون درلود او د دوى د نظرياتو له اورېدو سره ټولو اړخونو ته په پام سره لکه د خلکو له ګڼې ګوڼې مخنيوى او... پرېکړه کړې چې نن د لوبې د ټکټ بيه ٥٠ زره تومانه وي.
نوموړي زياته کړې: "په دې کې شک نشته چې دغه اندازه پيسې، د هغو افغانانو لپاره چې په ايران کې ژوند کوي، ډېرې دي، خو موږ خپل لګښتونه په پام کې نيسو او دې ته په پام سره چې په دې لوبه کې يوازې ٣٢ زره ټکټونه پلورل کېږي، پرېکړه مو وکړه چې د هر ټکټ بيه ٥٠ زره تومانه وي."
رهبين د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه لوبه ولې په مشهد ښار کې چې هلته ډېر افغانان مېشت دي، په تهران کې ترسره کېږي؟ وويل، د افغانستان د فوټبال فدراسيون د لوبې د ترسره کېدو د ځاى په ټاکلو کې هېڅ رول نه لري.
د نوموړي په وينا، له لومړي پړاو کې فيفا او له هغه وروسته د ايران د فوټبال فدراسيون تصميم نيوونکي دي چې لوبه په کوم ښار او په کوم لوبغالي کې تر سره شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










