کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٤): د انګلستان د معلوليت لرونکو کرکټ لوبـډلې خپلې افغان سيالې لوبډلې ته له يوې سختې مقابلې وروسته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه نن د بنګله دېش په ډاکه ښار کې ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د انګلستان د معلوليت لرونکو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٢ منډو هدف ورکړ.
دى وايي چې د افغانستان لوبډلې ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او نږدې وه چې لوبه وګټي، خو په وروستيو کې يې لوبغاړي ژر ژر له لاسه وکړل او ټوله لوبډله په ١٤٩ منډو وسوځېده او دغه راز انګلستان دا لوبه د دوو منډو په توپير سره وګټله.
د يادونې دهو افغانستان پرون کوربه هېواد بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه، خو له پاکستان او هندوستان څخه يې ماتې منلې وه.
د افغانستان د معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلې مدير عزيز غروال پژواک اژانس ته وويل چې لوبډله يې د لومړي ځل لپاره په نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې او له ځانه يې يې ښه وړتيا وښوده.
هغه زياته کړه: ((په ماتو هډونو، تر دغه ستر پړاوه پورې مزل که خورا ننګونکی وو، ډېر زړه راښکونکی هم وو، موږ د خپلې لوبـډلې پر قوت، پر باور، جرئت او پر ارادو وياړ کوو.))
د نوموړي په وينا، د معلوليت لرونکو لوبغاړو په ډاګه کړه، چې ددوى د جرئت پر وړاندې ددوى معلوليت يو خنډ نه بلکې يو قوت دی او دا يې ثابته کړه، چې ددوى راتلونکې به دې ځوريدلي ولس ته خوښۍ ورپه برخه کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










