کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د افغانستان د فوټبال ښځينه ملي لوبډله د يو لړ تمريناتو او دوستانه سياليو لپاره جاپان ته روانه شوه.
د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيدعلي کاظمي د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د فوټبال ښځينه لوبډله د جاپان د فوټبال فدراسيون په رسمي بلنه نن د جاپان پلازمېنې توکيو ته روانه شوه.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د ښځينه فوټبال ملي لوبـډله به يوه اونۍ په جاپان کې تېروي او د تمريناتو ترڅنګ د دغه هېواد د ښځينه فوټبال ځايي لوبډلو سره به يو لړ دوستانه سيالۍ هم ترسره کړي.
کاظمي وايي، د دې تر څنګ به د افغانستان د ښځينه فوټبال مسوولين به له خپلو جاپاني سيالانو سره پر دوه اړخيزو همکاريو هم خبرې وکړي.
نوموړي دغه سفر ګټور وباله او زياته يې کړه چې په جاپان کې تمريناتو به د ښځينه وو پر لوبډلې ښه اغېزه ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










