کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): سعودي عربستان، د پنځه ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د يوه روغتون او منځني طب د دوه انسټيټيوټونو د ودانيو، د سلو نرسوانو او د ٣٥ امبولانسونو د پېرلو په برخه کې مرسته کوي.
د دغې مرستې هوکړه ليک نن د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او په کابل کې د عربستان شاهي هېواد د سفارت تر منځ لاسليک شو.
د هېواد د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فېروز په دغو مراسمو کې د سعودي عربستان له مرستو څڅه د مننې ترڅنګ وويل، چې د سعودي عربستان دغه پنځه مليون ډالري مرسته به د يوه روغتون د جوړلو او دغه راز په ننګرهار او پکتيا ولايتونو کې د منځني طب د ودانيو په رغولو؛ په ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو کې د سلو نرسانو په روزنې او د ٣٥ امبولانسونو په پېرلو ولګول شي.
هغه وويل چې دغه امبولانسونه به د هېواد په اوو زونونو کې دولتي روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شي.
نوموړي د ياد روغتون او انسټيټيټونو ودانيو د رغولو په اړه زياته کړه: " که څه هم د ودانيو جوړول به وخت ونيسي، خو هڅه کوو چې ژر تر ژره او په ښه کيفيت سره يې په خپلې ټاکلې موده بشپړې کړو."
کابل کې د سعودي عربستان سفير مسفر بن عبدالرحمن الغاصب وويل، چې سعودي عربستان هيله څرګنده کړه چې يوې ټاکل شوې پايلې ته د رسېدو لپاره دغه پروژې بايد په خپل ټاکلي وخت تر سره شي او هغه د عامې روغتيا له وزارت وغوښتل چې د عملي کولو په برخه کې جدي پام وکړي.
د هغه په وينا، د افغانانو اړتياو ته په پام سره به د روغتيا، ښوونې او روزنې او پراختيا په پرخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وويل: " موږ په بېلابېلو برخو کې د ١٩ ميليون ډالرو په لګښت نور هوکړه ليکونه هم په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکي کې به لاسليک شي."
د سعودي عربستان پنځه ميليون ډالري مرسته نن په داسې حال کې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره کېږي، چې دغه هېواد له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې د پوهنې، روغتيا، غذايي توکو او له جوماتونو سره له ٢٥ مليون ډېرې بلاعوضه مرسته کړې دي."
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










