منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شاه پور ځدراڼ په يوه خيريه لوبه کې د ګډون لپاره لندن ته روان شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى د کرکټ له يو شمېر نړيوالو لوبغاړو سره يو ځاى د کرکټ په يوه خيراتي شل اووريزه لوبه کې د ګډون په موخه لندن ته روان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي لوبډلې پياوړی توپ اچوونکی شاه پور ځدراڼ په انګلستان کې له معلوليت لرونکو او اړو کسانو سره د مرستې په موخه د کرکټ په يوه کېدونکې لوبه کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې دا لوبه د وږي په ٢٦مه د انګلستان پلازمېنې لندن ښار د اوول په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي د وږي په ٢٤مه د شاه پور ځدراڼ د رخصتولو پر مهال وويل چې  "د ډېر وياړ ځای دی چې زموږ ملي لوبغاړي اوس د نړيوالو لوبغاړو تر څنګ د خيريه چارو لپاره لوبه کوي.))

د هغه په وينا،  په دغو سياليو کې د شاه پور ځدراڼ ونډه په نړيواله کچه په خيريه چارو کې د افغانستان د ګډون په معنا دی.

ستانکزى وايي، په دغو سياليو کې د شاه پور ځدراڼ په ونډه وياړي او باور لري چې هغه به خورا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د هېواد غوره استازيتوب به وکړي.

شاه پور ځدراڼ لندن ته تر روانېدو مخکې پژواک اژانس ته وويل چې دى به تر خپله وسه هڅه وکړي چې په دې لوبه کې له ځانه وړتيا وښيي او د افغانستان نوم روښانه کړي.

د دې خيريه لوبې لپاره د نړۍ د کرکټ مشهور لوبغاړي په دوو لوبډلو کې وېشل شوي دي.

د انګلستان د کرکټ ادارې رييس انډريو سټرس د يوې لوبډلې مشري کوي، په دې لوبډله کې د هندوستان  مهندرسينګ دهوني او وريندر سهواګ، له پاکستان څخه شاهد افريدى او د سوېلي افريقې هرشل ګبز ترڅنګ يو شمېر نور لوبغاړي شامل دي.

دغه راز په بله لوبډله کې د افغانستان شاه پور ځدراڼ،  نيوزيلينډ کپتان برنډن ميککولم، سکاټ سټايرس،  ډينيل ويټوري، د اسټراليا هيډن، د سريلانکا مايکل جيورډني او د سوېلي افريقې ګريم سمت په ګډون يو شمېر لوبغاړي شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې