ژبه

د ګوزن ناروغي به تر ٢٠١٨ کال پورې محوه شي

توسط محمد حلیم کریمی

سپتمبر 20, 2015 - 4:22 pm

Views: 74

کابل(پژواک، ٢٩ وږى ٩٤): د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ( فلج) ويروس له منځه يوړل شي، دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ د اوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوى.

پوليو يا ګوزن يوه خطرناکه ناروغي ده چې که ماشومان واکسين نه شي، نو ګوزڼ سره مخ کېږي.

د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز، د مديترانې د منځني ختيځ د حوزې لپاره د نړيوال روغتيايي سازمان د مشر ډاکټر الله الوان سره په کابل کې د ليدنې پرمهال وويل، روغتيايي چارواکي هڅه کوي چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه په هېواد کې د ګوزڼ ويروس  خورېدل ودروي.

هغه زياته کړه، دا ويروس به تر ٢٠١٨ زيږديز کال پورې په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه يوړل شي او ددې ويروس د بشپړ ورکاوي لپاره افغانستان نړيوالې مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري.

په ليدنه کې د خوړو نړيوال سازمان (WHO)، يونيسف(UNCEF)، امريکا د نړيوالې پراختيا(USAID) او څو نورو موسسو استازو ګډون کړى و چې په افغانستان کې يې په بشپړه توګه د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو خبرې وکړې.

ډاکټر الله الوان، د پوليو ويروس خورېدو د کنټرول  په اړه وويل چې ددې ويروس کنټرول د ٢٠١٦ کال تر پايله يوه رښتينې موخه ده چې سخت او هر اړخيز کار ته اړتيا لري.

هغه د نړيوال شريکانود ژمنې او ملاتړ په اړه وعده وکړه او د ښکېلو سکتورونو تر منځ د همغږۍ پر ښه کېدو يې ټينګار وکړ.

login or register a new account.