ميدانښار ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤) : د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۳۸ قابله ګانو له فراغت سره به په دغه ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شي.
ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو ولايت د ټولنې د نرسانو له روزنيز مرکز څخه نن په لومړي ځل ۳۸ تنه ښځينه نرسانې فارغې شوې.
هغه زياته کړه، چې دوى شاوخوا دوه کاله وړاندې په دغه روزنيز مرکز کې زده کړې پيل کړې او نن ورته د عامې روغتيا د وزير،د دغه ولايت د والي او يو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول.
دى وايي چې په دغه دوه کلنه دوره د Global fund ادارې شاوخوا ۲۸ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی،چې په هرې فارغې شوې نرسې شاوخوا ۱۵ زره امريکايي ډالر لګښت شوى او ورته عملي او مسلکي زدکړې ورکړل شوې دي .
د ميدان وردګو دعامې روغتيا رييس غلام فاروق مخلص د روغتيا ادارې لاسته راوړنې، ستونزې او وړانديزونه وړاندې کړل او په دغه برخه کې يې د اړونده وزارت له مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
والي حيات الله حيات فارغ شويو نرسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ دوی ته د ښې او مسووليت لرونکې دندې ترسره کولو لارښوونه وکړه .
هغه ژمنه وکړه،چې له بېلابېلو مرستندويه ادارو سره به اړېکې ونيسي ،ترڅو يادې نرسانې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې پر دندو وګوماري چې په ترڅ کې به يې د ښځينه روغتيا پالوونکو شته ستونزه تر ډېره کچه حل شي .
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز ژمنه وکړه،چې په دغه ولايت کې به د روغتيا په برخه کې هر ډول ستونزو ته د امکاناتو پيدا کولو په ترڅ کې د حل لارې چارې پيدا کړي .
هغه زياته کړه، چې د روغتيا په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲۸۲ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده او هيله يې څرګنده کړه، چې نړيوالې او بېلابېلې مرسته کوونکې ادارې ورسره مرسته وکړي .
د فارغو شويو نرسانو په استازولۍ خديجې وويل چې د زده کړې پر مهال ورته بشپړ اسانتياوې برابرې شوې وې ،خو له مسوولينو يې غوښتنه وکړه،چې د دندې پيدا کېدو په برخه کې هم ورسره همکاري وکړي .
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










