منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“مغرض لاسونه په کابل کې د سيروم د فابريکې د جوړولو مخه نيسي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۲ کتنې

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٤): افغان دولت، اته کاله وړاندې له يوې چينايي کمپنۍ څخه د زرقي محلول د ډولونو د توليد فابريکې ماشين الات پېرلي، خو تر اوسه پورې د يادې فابريکې بنسټ نه دى اېښودل شوى او څو کانټير مالونه يې په ګودامونو کې ساتل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د سيروم توليد شتون نه لري او افغانستان هر کال ٥٠٠ ملي لېټره مليونونه واحده سيرومونه او د زرقي محلولونو نور ډېر ډولونه له ګاونډيو هېوادونو را واردوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د فارمسي تصدۍ مشر ډاکټر محمد کاظم نعيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ودانۍ نشتون، د بوديجې ستونزه او د مغرضو لاسونو ښکېلتيا د دې لامل شوې، څو ياده فابريکه فعاله نه شي.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د سيروم د توليد فابريکې د جوړولو طرحه د افغانستان د بيارغونې او پراختيايي خدمتونو (ARDS) له لوري دواطلبۍ ته وړاندې شوه او د دواطلبۍ له پړاو وروسته ياد قرارداد د Hunan China Sun Machinery  (HCSM)په نوم له يوې چينايي کمپنۍ سره د اوه ميليون او ١٨٧٤٠٠ ډالرو په ارزښت د ١٣٨٦ لمريز کال د وږي مياشتې په پنځلسمه نېټه لاسليک شو چې د ماشين الاتو واردول او ځاى پر ځاى کول پکې شامل و.

هغه وويل، د يادې فابريکې د توليدي دستګاوو ځاى پر ځاى کول او فعالول د چينايي کمپنۍ پر غاړه و، او ټاکل شوې وه چې د فابريکې ټول وسايل د ١٣٨٧ لمريز کال تر پايه پورې را وارد او فابريکه خپل فعاليتونه پيل کړي.

 خو د هغه په وينا، هغه ودانۍ چې د چهاراهي قنبر په سيمه کې د يادې فابريکې لپاره په پام کې نيول شوې وه، د يادې چينايي کمپنۍ، افغان ودانيز شرکت او د دغه وزارت د انجنيرۍ برخې له لوري ونه منل شوه.

 نعيمي د خبرو په دوام کې زياته کړه، وپتيل شوه چې افغان حکومت د يادې فابريکې لپاره په دغه سيمه کې بل ودانۍ جوړه کړي، خو د بوديجوي ستونزې له امله ياده ودانۍ جوړه نه شوه او د فابريکې د جوړولو کار تر اوسه پورې ولاړ دى.

 سرچينې څرګنده کړه، چې د يادې فابريکې ٢١ کانټينره ماشين الات هېواد ته راوړل شوي، خو تر اوسه پورې له څلور تر پنځو کانټينرونو لا له ياد هېواد څخه نه دي راوړل شوي، ځکه د ماليې وزارت له لوري د پيسو د نه ورکړې له امله؛ له يوه پلوه د فابريکې ودانۍ نه ده جوړه شوې او له بل لوري هم د دغې کمپنۍ شاوخوا څلور ميليون ډالر نه دي ورکړل شوي.

 هغه زياته کړه، چې د يادې ودانۍ جوړونه، ١،٩ ميليون امريکايي ډالره لګښت ته اړتيا لري.  

 نعيمي د يادې فابريکې د نه فعالېدو په اړه وويل: "افغانستان کې يو شمېر داسې لاسونه شته چې په هېواد کې د توليد مخه نيسي او د همدې کسانو له نظره، افغانستان بايد همېشه کنډواله وي، څو د پرديو لپاره په کې د بازار زمينه برابره وي."

 نوموړي د چا له نوم اخيستو پرته وويل، چې که په افغانستان کورني توليدات وځليږي، په هېواد کې به د پاکستان او ايران د درملو مارکېټ له ځوړند حالت سره مخ شي نو له همدې امله يو شمېر مغرض کسان نه غواړي چې افغانستان په خپل ځان بسيا شي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې ياده فابريکه د سيروم او نورو زرقي محلولونو لکه ويټامين سي، سوډيم کلورايډ او ګلوکوزو د توليد وړتيا هم لري.

 د فارمسي تصدۍ د مشر په باور، د يادې فابريکې په جوړولو سره افغانستان په لومړيو کلونو کې په يادو برخو کې په خپلو پښو دريږي او د څو کلونو په تېرېدو سره د توليد د کچې او ظرفيت په لوړېدو سره به له هېواده بهر د سيرومونو او يادو زرقي محلولونو د صادرولو وړتيا هم پيدا کړي.

 د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هر کال له ١٢ تر ١٥ ميليون، ٥٠٠ ميليون لېټره سيرومونو او نورو محلولو ته اړتيا لري او اوسمهال په افغانستان کې سيرومونه نه توليديږي.

 نعيمي زياته کړه، چې په هېواد کې د سيروم د توليد فابريکې په جوړولو سره به د کورنيو سيرومونو بيه د توريد  په پرتله شل سلنه کمه وي.

 

د هغه په وينا، د ګټې له نظره د سيروم توليدات فابريکې ته له ګټې پرته د دولت د عوايدو د ډېرېد لامل کېږي او دغه راز له ٧٠ څخه ډېرو کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره کېږي.

 نوموړي زياته کړه، چې ماليې وزارت په داسې حال کې د يادې فابريکې د ماشين الاتو او د ودانۍ د جوړولو پيسې نه دي ورکړې، چې د دغه وزارت او د کاناډا د نړيوالو روغتيايي همکارانو بنسټ (HPIC) د ګډې اقتصادي مطالعې له مخې، د يادې فابريکې جوړول اقتصادي معقوليت هم لري.

 پژواک د ماليې وزارت له وياند سره له څو ځلې اړيکې وروسته د يادې فابريکې د جوړولو لپاره د دغه وزارت د پيسو د نه ورکړې په اړه په نظر اخيستو بريالى نه شو.

 د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې هر کال د روغتيا په برخه کې شا وخوا ١،٥ ميليارد امريکايي ډالر لګول کېږي چې له اويا سلنه ډېر يې خلک ورکوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا