جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۴): د ننګرهار ملکي روغتون يو شمېر کار کوونکي او ډاکتران وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د ياد روغتون دغو کارکوونکو په همدغه غبرګون د وږي په ۳۱مه د رسنيو له خبري پوښښ پرته سهار په اوو بجې د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره کاري اعتصاب وکړ.
ويل کېږي په دې موده کې زيات شمېر ناروغان شخصي روغتونونو ته د درملنې لپاره تللي او يا يې هم د عادې درمنلې لپاره څو ساعتونه انتظار ايستلی دی.
د ياد روغتون د سترګو ناروغيو د درمنلې د څانګې نوکريوال ډاکتر بهاءالدين بابکرخېل پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار د ياد روغتون ټولو کارکوونکو کاري اعتصاب کړی و.
هغه زياته کړه: ((زموږ معاشونه هيل نېټ موسسه ورکوي، دوه مياشتې کېږي چې معاشونه نشته، د اختر مخه ده، ډاکتران او نور کارکوونکي پيسو ته اړتيا لري.))
ډاکتر بابکرخېل تاييد کړه چې د کاري اعتصاب پر مهال زيات شمېر ناروغان د درمنلې لپاره شخصي روغتونو ته تللي دي.
د ياد روغتون د مرکزي لابراتوار نوکريوال ډاکتر تحصين الله بريال پژواک ته وويل چې د ننګرهار ملکي روغتون شاوخوا ۸سوه کارکوونکي لري او ټولو يې له تېرو دوو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي.
نوموړي وويل چې مرکزي حکومت بايد په دې اړه جدي پرېکړه وکړي؛ ځکه کله ناکله د دغه روغتون معاشونه ځنډول کېږي.
د ياد روغتون يوه کاريګر منظور پژواک ته وويل: ((ډاکتر خو به بيا هم د عايد بله منبع ولري په سلګونه د دغه ورغتون کاريګر يوازې همدې مياشتني معاش ته ناست وي. اختر دی موږ به څه وخورو؟))
نوموړي هيله وښوده چې حکومت بايد ژر تر ژره دا ستونزه هواره کړي.
حاجي محمدامين چې ياد روغتون ته يې خپل زوی د درمنلې لپاره راوستلى و، وويل: ((نه ډاکتر نشته او نه درمل، د زوی سترګې خوږې شوې.))
هغه د خبرو پر مهال خپل زوی له لاسه ونيو او روان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن