منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

١٤ کلنو فوټبال لوبـډلې د هندوستان سياليو پاى لوبې ته لاره پيدا کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٤): د افغانستان د فوټبال د ١٤ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د هندوستان د فوټبال د  کورنيو سياليو پاى لوبې ته لاره موندلې ده.

د افغانستان فوټبال فدراسيون په فيسبوک پاڼه کې راغلي چې د تنکي ځوانانو ملي لوبـډلې تېره ورځ د هندوستان د مانيپور لوبډلې ته دوه پر يوه ګول ماتې ورکړه.

سرچينې زياته کړې چې په نيمه پاى لوبه کې له دې بريا سره د ١٤ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د سورباتو په نامه فوټبال دغو سياليو پاى لوبې ته لاره ومونده.

ټاکل شوې ده چې پاى لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د يادونې ده چې د افغانستان لوبډله تر اوسه په دغو سياليو کې پنځه پرله پسې لوبې ګټلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې