ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عادل: بهر ته د ځوانانو تګ د هېواد راتلونکى ګواښي

عادل: بهر ته د ځوانانو تګ د هېواد راتلونکى ګواښي

author avatar
26 Sep 2015 - 09:25
عادل: بهر ته د ځوانانو تګ د هېواد راتلونکى ګواښي
author avatar
26 Sep 2015 - 09:25

کابل (پژواک، ٤ تله ٩٤): د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو پر تګ اندېښنه څرګنده کړه او دا يې د هېواد راتلونکي لپاره يو ګواښ وباله.

د يادې اتحاديې مشر ډاکتر لياقت عادل پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې د کاري زمينو د نشتوالي له امله بهر ته د لوستو او نالوستو ځوانانو د تګ او تېښتې بهير ګړندى شوى دى.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو مياشتو کې شاوخوا ٧٠ زره افغانان د ښه ژوند او د کار پيدا کولو په لټه کې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

نوموړي په غير قانوني او قاچاقي توګه اروپايي هېوادونو ته تګ خطرناک وباله او زياته يې کړه چې د يو شمېر افغانانو په ګډون هره مياشت لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو ډاکټر لياقت عادل له هېواده بهر د هغو ځوانانو د تګ هرکلى وکړ، کوم چې د لوړو زده کړو لپاره ځي او بيا د خپل هېواد د خدمت لپاره بېرته راځي.

ده زياته کړه: ((ځوانان د هېواد لويه سرمايه ده او حکومت بايد له دوى څخه په هېواد کې دننه کار واخلي.))

د هغه په وينا، بهرنيو هېوادونو ته د لوستو ځوانانو تېښته او تګ د هېواد راتلونکي ته زيان رسوي او له ګواښ سره يې مخامخ کوي.

د خواريکښو د يادې ټولنې مشر له حکومت او خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په هېواد کې دننه د ځوانانو لپاره د کار زمينې برابرې کړي، څو بهر ته د دوى د تګ مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه چې په هېواد کې ١٢ ميليونه بشري ځواک شته، خو له دوى څخه يې ٦٥ سلنه بېکاره دي چې شاوخوا ٧ ميليونه جوړېږي.

ډاکتر عادل وويل چې دغه راز شاوخوا درى ميليونه افغانان په نشه يي توکو روږدي دي چې ډېرى برخه يې ځوانان تشکيلوي.

دى وايي، نا امنۍ، فساد، او بې کاري هغه ستر لاملونه دي چې ځوانان يې له نشه يي توکو سره روږدي کړي دي.

نوموړى دغه راز نيوکه  وکړه چې حکومت په ځينو برخو کې د کارکوونکو د ګومارلو پر مهال له تبعيض څخه کار اخلي او غوښتنه يې وکړه چې له دې کار څخه دې ډډه وشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.