منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې د ګوزڼ درې نوې پېښې ثبت شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٥ تله ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ګوزڼ (پوليو) درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال د تلې په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې د دې ولايت په اچين او سپين غر ولسواليو کې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، د ناامنيو او داعش وسله والې ډلې د شتون له امله له تېرو څو مياشتو راهيسې په يادو ولسواليو کې د پوليو کمپاين نه دى تطبيق شوى.

د کامه وال په وينا، له همدې امله د يادو ولسواليو لس زره ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې شوي دي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، چې ښايي دا پېښې زياتې شي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د واکسين څانګې مسوول ډاکټر اشرف وايي، دوه پېښې د اچين ولسوالۍ د مکتب بازار او پېښې په کليو کې او يوه د سپين غر ولسوالۍ د ماماخېلو په کلي کې ثبت شوې ده.

دى وايي، ډېر ژر به يادو ولسواليو ته يو پلاوى ولېږي، څو په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم په اچين ولسوالۍ کې دوه پېښې ثبت شوې وې.

په افغانستان کې په روان کال کې د پوليو د پېښو شمېر تراوسه دولسو ته رسېدلی دی.

تېر کال په ټول افغانستان کې د پوليو ۲۸ پېښې ثبت شوې وې.

افغانستان او پاکستان يواځيني دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې د ګوزڼ او يا هم پوليو ناروغي نه ده ختمه شوې.

څو ورځې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ، چې افريقايى هېواد نايجيريا له پوليو څخه پاک شو.

بلخوا د مايکروسافټ کمپنۍ مالک او د ګېټس خيريه بنسټ مشر بلګېټس، چې د پوليو پر وړاندې مبارزه کوي، پرون په نيويارک کې د افغانستان د حکومت له اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله سره وکتل.

د دې ليدنې پر مهال، نوموړي پر افغان حکومت ټينګار کړى، چې د پوليو پر ضد خپله مبارزه جدي او زياته کړي او هغه په دې برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړى دى. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا