کابل (پژواک، ٧ تله ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې په نړيوالو معيارونو برابر يو لوبغالى جوړېږي.
د افغانستان د کرکـټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش او اجرائيه رييس شفيق ستانکزي د تلې په ٧مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې اړه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.
دانش وويل چې کرکټ د سولې او ملي يووالي لوبه ده، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ لوبغالو رغول به د لوبغاړو بنسټيزې اړتياوې پوره کړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ موخه د هېواد مختلفو څنډو ته د پرمختيايي چارو لړۍ غځول دي.))
دانش د پروژې اهميت په اړه وويل چې د پکتيا ولايت په مرکز ښار کې د کرکټ دغه لوبغالی د ١٥،٩ ميليونه افغانيو په ارزښت په ۳۰ جريبه ځمکه کې رغول کېږي.
د هغه په وينا، دغه لګښت د کرکـټ بورډ له بوديجې او د کرکټ د نړيوالې شورا له مرستو څخه ورکول کېږې او د دې پروژې کارونه به په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.
د دې خبري غونډې پر مهال د افغانستان کرکـټ بورډ د مسوولينو او د فتح خان شرکت له مرستيال کرامت الله سره د يادې پروژې د کار تړون لاسليک کړ.
د کرکـټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي وويل چې ياد شرکت به په خورا مسئوليت سره د لوبغالي رغنيزې چارې پر مخ وړي.
د هغه په وينا، د پکتيا سربېره به په لغمان او کندهار کې د لوبغالو پر رغنيزو چارو هم ډېر ژر کار پيل شي.
د کرکټ بورډ چارواکو په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د پلي شوو او روانو پرمختيايي پروژو په هکله هم معلومات ورکړل.
د فتح خان شرکت مرستيال کرامت الله ډاډ ورکړ چې په خورا لوړ کيفيت سره به د پروژې کار عملي کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










