کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): د هېواد د کاراتې او پاورلفټينګ ټيمونو، د ايران او امريکا په سياليو کې ٧ د سرو زرو، درې د سپينو زرو او پنځه د ژېړو زرو (برنز) مډالونه ترلاسه کړي او د ايران په سياليو کې يې دريم مقام تر لاسه کړى دى.
د سپورټ او بدني روزنې د عمومي رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان ټيم د پارسيانو د کاراتې کپ د اتلولۍ په سياليو کې چې په ايران کې تر سره شوې وې، د سرو زرو د پنځو، سپين زرو د يوه او د ژېړو زرو پنځو مډالونو په ترلاسه کولو سره دريم مقام ترلاسه کړى دى.
په دغو سياليو کې له افغانستان څخه د لېږل شوي ټيم سربېره په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لوبغاړو هم ګډون درلود.
په يادو سياليو کې ايران لومړى او اذربايجان دويم مقام ترلاسه کړى دى.
په دغو سياليو کې د المان، اذربايجان، ايران، افغانستان، انګلستان، ايټاليا، سلوانيا، بلغاريا، ترکيه، جاپان، سريلانکا، سوېډن، د عراق کردستان، ناروې، نيپال او هندوستان هېوادونو لوبغاړو ګډون درلود.
دغه راز د هېواد د پاورلفټينګ ملي ټيم، په امريکا کې د نړيوالو لوبو د ګډون په پايله کې دوه د سرو زرو او دوه د سپينو زرو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د 130 KG OPEN وزن قهرمان علي رضا رفيع زاده د يادو سياليو د شل ليفټر (غوره لوبغاړي) لقب ترلاسه کړ.
بلخوا د هېواد د کاراټې فدارسيون شپږ کسيز ټيم پرون د کاراټې د کيوکوشين د اتلولۍ په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه روسيې ته لاړ.
دغه سيالۍ، د سپټمبر مياشتې له ٢٩ نېټې څخه د اکټوبر مياشتې تر پنځمې نېټې پورې د روسيې په خاباروفسک کې تر سره کېږي چې د افغانستان په ټيم کې درې لوبغاړي، يو مربي، يو لوبڅار او يو پلاوى شامل دى.
د سپورټ او بدنې روزنې عمومي رياستت چارواکي وايي، چې د غړو د روزنې د فدراسيون ١٤ کسيز ټيم، د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د اسيا د اتلولۍ سياليو په ٤٩ مه لړۍ کې د ګډون په موخه، ازبکستان ته تللى دى.
دغه سيالۍ به د سپټمبر مياشتې له ١٧ نېټې څخه د اکټوبر تر شپږمې پورې د ازبکستان په تاشکند ښار کې تر سره شي او د افغانستان ټيم په جوړښت کې به ١٠ لوبغاړي په لسو وزني برخو کې له يوه ډلمشر، يوه لوبڅار او د فدراسيون د مشر په ګډن دوه پلاوي ګډون ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










