منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بادغيس روغتون کارکوونکو کاري اعتصاب وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

قلعه نو( پژواک، ۸ تله ۹۴): د بادغيس روغتون ډاکټرانو او نورو کارکوونکو کاري اعتصاب کړى او وايي، ځکه يې دا کار وکړ چې له ٦ مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده اخيستې او اوس دغه روغتون درمل هم نه لري.

 د بادغيس د مرکزي دولتي روغتون ډاکټران،نرسان او اداري کارکوونکي چې شمېر يې ١٢٠ تنو ته رسيږي نن د اعتراض په توګه د ياد روغتون په انګړ کې راټول شوي وو.

د دې روغتون مشر ډاکټر عبداللطيف روستايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر و شپږو مياشتو راهيسې د دې روغتون ډاکټرانو او نورو کارکوونکو ته تنخوا نه ده ورکړل شوې.

دی زياتوي چې له يوې مياشتې راهيسې دغه روغتون ته هېڅ درمل هم نه دي وروړل شوي او په روغتون کې هېڅ ډول درمل نشته.

روستايي چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، د دې ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر عبدالعزيز طارق ، د روغتون د ستونزو په حل کې په بې پروايۍ تورن کړ .

دى وايي تر هغه چې د روغتون د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو تنخواګانې او روغتون ته درمل نه وي ورکړل شوي، دوى به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکوي.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر بهاءالدين هم د روغتون يادې ستونزې تاييدوي او وايي نه پوهېږي چې ولې دې روغتون ته درمل هم نه ورکول کېږي.

دې کاري اعتصاب ناروغان خواشيني کړي دي.

له بستري ناروغانو څخه د عبدالقادر د ډاکټرانو په کاري اعتصاب خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې نن له سهار راهيسې هېچا هم د ناروغانو پوښتنه نه ده کړې او درمل هم نه دي ورکړل شوي.

ده له ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې د ناروغانو د ژوند ژغورلو په موخه کاري اعتصاب بند کړي.

هغه وايي چې دا مهال شاوخوا ٥٠ تنه په دې روغتون کې بستر دي.

خو چاراکي وايي چې د روغتون د ستونزو لپاره به ژر اقدام وشي.

د بادغيس د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالغني د دې روغتون د کارکوونکو د تنخوا نه ورکول مني خو وايي چې د دې ستونزې د لرې کولو لپاره دوی خپلې هڅې کړي او اړينه ده چې د ماليې وزارت يې په اړه اقدام وکړي.

خو دى په روغتون کې د درملو د نه شتون په اړه وايي چې په دې اړه په کتبي ډول د عامې روغتيا رياست ته خبر نه دى ورکړل شوى ‎.

ده وويل چې د دې ستونزې د حل لپاره به ژر اقدام وکړي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيدالله مايار، هم وايي چې له څو مياشتو راهيسې د ماليې وزارت او نړيوال بانک تر منځ د ځينو ستونزو له امله د بادغيس روغتون کارکوونکو ته تنخواګانې نه دي ورکړل شوي.

خو هغه وايي چې اوس دغه ستونزه لرې شوې او ډېر ژر به د روغتون د کارکوونکو تنخواګانې اجرا شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا