کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): د عامې روغتيا وزير وايي چې څه باندې ٣٠ مړي او له ٢٠٠ زيات ټپيان د کندوز حوزوي روغتون ته وروړل شوي ، چې ډيرى يې ملکي کسان دي.
وسله والو طالبانو درې شپې وړاندې له څو لورو د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د کندوز پر ښار بريد وکړ،چې له څو ساعتونو جګړې څخه وروسته يې کندوز ښار ونيو.
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز نن خبريالانو ته وويل، چې له غرمې مخکې روغتون ته د راوړل شوو مړو شمېر ٣٠ او د ټپيانو شمېر ٢٠٠ کسانو ته رسېده.
هغه وويل، چې د کندوز د مرګ ژوبلې کره شمېره تر اوسه ځکه جوته نه ده، چې کندوز ښار کې لاهم جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو مرستندويه سياسي دفتر(يوناما) نن د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د وروستيو معلوماتو له مخې د کندوز ولايت په نښتو کې، شاوخوا سل ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا اندېښنه شته چې دا شمېر به لوړ شي.
ځينو نورو سرچينو د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره ١٦٠ تنه ښودلې ؛ خو طالبانو دا شمېره رد کړې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










