منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لومړي ځل د ماشومانو ګوزڼ لپاره په زرقي ډول واکسين تطبيق کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک ٨ تله ٩٤): په افغانستان د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ژر ختمولو لپاره، له دې وروسته له يوه کال څخه د ټيټ عمر ماشومانو ته د څاڅکو په ډول د واکسين ورکولو ترڅنګ، په زرقي ډول هم دا واکسين تطبيق کېږي.

د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز، نن د زرقي واکسين د معرفي په مراسمو کې وويل چې د ياد واکسين د يو دوز بيه څه باندې اووه امريکايي ډالره ده.

نوموړي وويل، د دې واکسين شاوخوا يو ميليون دوزه، د واکسين او معافيت نړيوال ايتلاف بنسټ (GAVI) له لوري عامې روغتيا وزارت ته د مرستې په ډول ورکول شوى دى.

د هغه په وينا، دا واکسين د کتلوي معافيت په سيسټم کې شامل شوى او له يوه کال څخه د لږ عمر ماشومانو ته د نورو واکسينونوتر څنګ، ټولو روغتيايي مرکزونو کې هره ورځ په وړيا ډول تطبيق کېږي.

د دې وزارت د کلتوي معافيت برخى سلاکار ډاکټر اقاګل دوست وويل، له يوه کال څخه د ټيټ عمر ماشومان بايد يو ځل له زرقي واکسين څخه ګټه واخلي.

د هغه په وينا، د څاڅکو په ډول د واکسين تطبيق کمپاين به د پخوا په څېر له پنځو کلنو څخه د ټيټ عمر ماشومانو ته ورکول کېږي.

هغه وويل، د دې ناروغۍ زرقي واکسين تر ډېره هغه ماشومانولپاره ده، چې د ناروغۍ له امله د هغوى بدن د څاڅکي واکسين نه شي جذبولى.

د عامې روغتيا وزير وويل، زرقي واکسين د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو کې اغېزمن دى؛ خو د ماشومانو د ګوزڼ د څاڅکو واکسين ځاى نه شي نيولى، ځکه زرقي واکسين د څاڅکو واکسين بشپړوونکى دى.

ډاکټر فېروز وويل: "د فلج ناروغۍ پر ضد د زرقي واکسين معرفي په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د نړيوالو ترلاسه شوې اصلي موخه ده، د کاري شريکانو او ټولنې تر منځ د هر اړخيز او تلپاتي ګډون په پايله کې د واکسيناسيون د پوښښ کچه لوړېږي او په افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ د محوه کېدو لامل ګرځي."

نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت د پلان له مخې، بايد راتلونکو درېيو کلونو کې افغانستان کې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي له منځه ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتيا وزارت په تېرو کلونو کې په وار وار ويلي و، چې په افغانستان کې به د ګوزڼ ناروغي ډېر ژر له منځه لاړه شي.

د عامي روغتيا وزير وويل، د روان کال له پيله تر نن ورځ پورې د ګوزڼ ١٢ مثبتې پېښې د هلمند ولايت په ريګ ولسوالۍ، د فراه ګلستان، بکوا او بالابلوک ولسواليو، د هرات شينډنډ ولسوالۍ او د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

تېر کال په هېواد کې د دې ناروغۍ ٤٠ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

فيروز د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په اړه چې د عامې روغتيا وزارت په وار وار ويلي، چې دا ناروغي به ډېر ژر په هېواد کې له منځه يوسي؛ خو تر اوسه محوه شوې نه ده، وويل: "په تېر کې چې کومې پيسې دې برخې ته ځانګړې کېدې، استفاده يې په سمه توګه نه وه، کمپاينونه له پلان سره سم نه پلي کېدل او له بل لوري د هېواد په ځينو سيمو کې ناامنۍ د دې واکسين د تطبيق په وړاندې خنډ ګرځېدلې وې."

هغه له خلکو وغوښتل چې په دوامداره توګه د ماشومانو په واکسين کولو سره دې، د دې ناروغۍ په محوه کولو کې له عامې روغتيا وزارت سره مرسته وکړي .

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (يونيسف) مشر اکيل ايير د نن ورځې په مراسمو کې وويل: "په داسې حال کې چې د واکسين برابرول د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو يومهم ګام دى، ټولې ميندې او پلرونه بايد د ماشومانو د ګوزڼ زرقي واکسين په اړه په دوامداره توګه خبرتيا ترلاسه کړي."

هغه زياته کړه چې ماشومان بايد په موکه واکسين شي او يونيسف په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى.

 په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان مشر ډاکټر ريچارډ ډپيپر کورن وويل: "د ماشومانو ګوزڼ د درملنې لپاره د زرقي واکسين معرفي کول د ماشومانو د روغتيا په برخه کې عمده ګام او له دې ناروغۍ څخه د افغانستان ژغورل دي."

د هغه په خبره، که دا واکسين په يواځې ډول او يا له نورو واکسينونو سره ګډ تطبيق شي، ډېر خوندي دى.

نوموړي زياته کړه: "د ورځيني پروګرام له لارې د دې واکسين تطبيق، مرسته کوي څو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې شوي پرمختګونه وساتل شي او ماشومان د تلپاتي فلج له ناروغۍ وژغورل شي."

د ماشومانو ګوزڼ يو ويروسي ناروغي ده، د درملنې وړ نه ده، چې د ماشومانو د دايمي فلج لامل ګرځي او ان د ماشومانو ژوند هم اخلي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا