منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په پل علم کې يو شمېر درملتونونه تړل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

پل علم (پژواک، ۸ تله ۹۴): د لوګر سيمه ييزو چارواکو د دغه ولايت په مرکز کې د تاريخ تېر درملو د پلورلو له امله شل درملتونونه تړلي او په دې تړاو يې ١٦ کسان نيولي هم دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درملتونونو د څېړنې په موخه له ولايتي شورا، څارنوالۍ، د جنايې جرمونو پر وړاندې د مبارزې له مديريت او د قوانينونو او بررسۍ له رياست څخه يو پلاوى ټاکل شوى و.

ده وويل چې د ياد پلاوي مشري د لوګر والي محمدحليم فدايې کوله.

صالح وايي چې د دغه پلاوي د څېړنو له مخې، په دغه ولايت کې يو شمېر درملتونونو بې کيفيته او تاريخ تېر درمل پلورل او ځينو نورو يې بيا د کار کولو جواز هم نه و نوى کړى.

د ده په وينا، ټاکل شوي پلاوي نن د يادو درملتونونو له ډلې شل يې تړلي دي او په همدې تړاو يې ١٦ د درملتونونو خاوندان هم نيولي دي.

نوموړی وایی: ((لوګر ولایت کې له تېرو ۱۴ کلنو راهیسې ۶۰ سلنه درملتونونو غیر قانوني فعالیت درلود او په ناروغانو یې بې کیفیته او زاړه درمل پلورل او دا کار په اصل کې د انسان له ژوند سره لویه جفا او ظلم دى.))

د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت د درملو بيه لوړه ده خو پر ناروغ رغنده اغېز نه کوي.

د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي سميع الله پژواک ته وويل: ((له لرې ځايه خپل ناروغ پل علم ته راوړو دلته بيا د ظالمانو لاس ته ورشو او داسې درمل راکړي چې ناروغ له بده بدتره کړي.))

دغه راز د پل علم د کلنګار سیمې اوسېدونکي زاهد پژواک ته وويل: ((لوګر ته ۸۰ سلنه درمل د خوست او پکتیا ولایتونو څخه په غیر قانوني ډول راوړل کېږي چې د کیفيت له پلوه د هېواد په کچه خراب او تاریخ تېر درمل دي.))

يادو کسانو درملتونونو د تړلو په برخه کې د ولايتي چارواکو له کړنو ملاتړ وکړ.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د عامې روغتيا رياست له څه ويلو ډډه وکړه.

د لوګر د سيمه ييزو  چارواکو د معلوماتو له مخې، په مرکز پل علم کې دمګړۍ ٣٦ درملتونونه فعاليت کوي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا