منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مس عينک د الکوزي احمدشاه ابدالي کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٤): د مس عينک زون لوبدلې د الکوزي احمدشاه ابدالي کرکټ څلور ورځنيو سياليو په پاى لوبه کې د سپين غر زون لوبـډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنځو زونونو د لوبډلو په ګډون دا سيالۍ يوه مياشت مخکې  د خوست او ننګرهار په کرکټ لوبغالو کې پيل شوې وې.

هغه زياته کړه چې د دغو سياليو پاى لوبې ته د مس عينک او سپين غر زونونو لوبـډلو لاره موندلې وه او پاى لوبه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه.

هوتک وويل چې د دې لوبې پچه د مس عينک زون لوبـډلې ګټلې وه او لومړى يې د توپ اچونې يا بالينګ کولو پرېکړه وکړه.

د سپين غر لوبډله په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري همايون عمر ٤١ او نجيب تره کي ٣٤ د پام وړ منډې جوړې کړې، د مس عينک له لوري نواز خان څلور، ګلبدين، عبيد کونړى او روښان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي چې د مس عينک لوبـډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٥ منډې جوړې کړې او پر سپين غر يې ٩٠ منډې زياتې شوې.

د مس عينک له لوري ګلبدين نايب ٥٧، نور علي ځدراڼ ٤٢ او نواز خان ٤٠ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري فريد ملک او باطن شاه درې درې لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر لوبډله په خپلې دويمې پاڼۍ کې بيا ښه لوبه ونه کړه او ټوله لوبډله يې په ١٥٧ منډو وسوځېده او د لومړۍ پاڼۍ  تر ٩٠ منډو تاوان وروسته يې د مس عينک لوبډلې ته د ٦٩ منډو هدف ورکړ.

د مس عينک له خوا عبيد کونړي پنځه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره ددرېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله.

فريد هوتک وايي چې عبيد کونړى د پاى لوبې او ګلبدين نايب د دغو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

په سياليو کې د سپين غر زون لوبډلې لوبغاړى شبير تر ټولو زياتې ٥٧٣ منډې جوړې کړې، دغه راز د مس عينک ګلبدين نايب ٣٩٥، د بست منير احمد ٣٩٥، د بندامير حشمت الله شهيدي ٣٨٩ او د بند امر عمران خنت ٣٥٥ منډې جوړې کړې.

دغه راز په توپ اچونه کې د بست نسيم بړېڅ ٢٢ لوبغاړي ، د مس عينک روښان ٢١، د بست عبدالباقي ٢١، د امو محمد نبي عيسى خېل ١٨ او د سپين غر فريد ملک ١٧ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسيم الله دانش په برياليتوب سره د دغو سياليو ترسره کول يوه ښه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چې ورځ تر بلې په هېواد کې د کرکټ لوبه د ودې او پرمختګ په حال کې  ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې