Language

د خوست د روغتيايي مرکزونو کارمندانو ته د شپږو مياشتو معاش نه دى ورکړل شوى

خوست ښار (پژواک، ١٠ تله ٩٤): د خوست د ټولو دولتي روغتيايي مرکزونو ډاکټران او کارکوونکي وايي، له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخيستي او د کاري اعتصاب ګواښ کوي.

د دې ولايت د ډاکټرانو د اتحاديې مسوولين وايي، له هغه مهال راهيسې، چې د روغتيا نړيوالې شبکې ( Health Net ) په خوست کې فعاليت پای ته رسېدلی، هېڅ روغتيايي کارکوونکي معاش نه دی اخيستی.

دغې روغتيايي شبکې، شپږ مياشتې مخکې د هېواد له عامې روغتيا وزارت سره په ولايتونو کې د روغتيايي خدماتو په برخه کې خپل قرارداد بايلوده او د داوطلبۍ پرمهال يوې بلې روغتيايي موسسې وګاټه.

د خوست د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر نورالله نوري يوې خبري کنفرانس ته وويل، چې د ۳ مياشتو معاشونه يې پخوانۍ موسسې وړي او د درېيو نورو مياشتو معاشونه له اوسنۍ موسسې سره پاتې دي.

هغه زياته کړه، د مرکز د ولايتي ملکي روغتون او د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو د ټولو کارکوونکو شمېر تر ۷سوه اوښتی، چې له دې ډلې هېڅ يوه هم معاش نه دی اخيستی.

نوموړي وويل: ((د اړوندو موسساتو، ولايتي شورا او مرکزي دولت سره مو پرله پسې اړيکې ونيولې او له ولايتي ادارې سره مو ناستې وکړې، خو تراوسه مو مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی)).

پر دې سربېره پر نړيوالې روغتيايي شبکې دا نيوکې هم کېږي، چې په خوست ولايت کې يې د خلکو اړتياوې نه وې پوره کړې او بې کيفيته روغتيايي خدمات يې وړاندې کول.

login or register a new account.