منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سپین غر بازانو د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۱ کتنې

کابل ( پژواک، ۱۰ تله ۹۴ ) : د سپین غر بازانو فوټبال لوبډلې د روشن فوټبال غوره لیګ سیالیو پای لوبه کې د شاهین اسمایي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ د هیواد د څو زونونو دلوبډلو ترمنځ څه موده مخکې په کابل کې پیل شوې وې او نن یې لوبه ترسره شوه چې نندارې ته یې زرګونه مینه وال راغلي وو

دواړو لوبډلو ډیره په زړه پورې لوبه وکړه، خو د لوبې په رسمي وخت ۹۰ دقیقو کې هیڅ یوې لوبډلې ګول ونه شووهلی، بیا نیم ساعت اضافه وخت ورکړل شو، په هغې کې هم چا ګول ونه واهه.

ددې لوبې لوبڅارانو په پای کې پریکړه وکړه، چې دواړو لوبډلو ته پنځه پنځه پنلټي شوټونه ورکړي، چې پای کې د سپین غر بازان پنځه او د شاهین اسمایی لوبډلې څلور ګولونه ووهل او دغه راز د سپین غر بازان ددې لوبې بریا ترلاسه او د سیالیو اتلولي خپله کړه. 

دا لومړی ځل دی چې د سپین غر بازان ددې سیالیو اتلولي خپلوی، د شاهین اسمایي لوبډلې ونه شو کړی چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې