کابل ( پژواک، ١٢ تله ٩٤): هغه ښځه چې خاوند يې لاسونه ورمات کړي، وېښته يې پرې شکولي او په پايله کې د کب په څېر په کړايي سوځېدلې وايي، غواړي چې د ټولو هغو ښځوغچ واخلي چې د کورني تاوتريخوالي قرباني شوي دي.
دا ٢٢ کلنه مېرمن چې د هرات ولايت اصلي اوسېدوونکې ده او نوم يې پټ وساته، څېره يې سوځېدلې او داغونه پرې وو، مخ يې په دستمال پيچلى و وويل، چې ډېره ماشومه وه او تل به يې بکس پرشا و، د کرمچونو بندونه به يې تړل او د "اميرعلي شير نوايي" کورس او ښوونځي ته به تلله.
دې مور، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې غوښتل يې په راتلونکې کې خپلې لوړې زده کړې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځې کې ترسره کړي او ټولنې ته يو ويښه او روڼ اندې وړاندې شي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازې شي ،خو له دې ناخبره وه په کومه ټولنه کې چې ژوند کوي په مرګ محکوم ده.
د هغې په شونډو خوږه موسکا خپره وه او په واقعيت کې د هغه کړاو استازيتوب يې کاوه چې په زړه کې يې پروت و، ويې ويل ١٤ کلنه وه چې ريبار يې کور ته ورغى او د ريبارانو له تګ راتګ څخه وروسته پلار يې د ٢٥٠ زره افغانيو په بدل کې هغه يو نالوستي کروندګر ته ورکړه.
په داسې حال کې چې ددې مېرمنې په سترګو کې اوښکې غړېدې زياته يې کړه ، چې لا د ١٤ کلونو نه وه شوې چې د خاوند کور يې د واده غوښتنه وکړه.
هغې وويل، څومره يې چې ټينګار وکړ څو ښوونځى پاى ته ورسوي خو چا يې غږ وا نه ورېد او په داسې حال کې چې دې له هغه سړي سره مينه هم نه درلوده ، د پلار او وروڼو د ټينګار په نتيجه کې يې واده ته زړه ښه کړ.
دې دردمنې ښځې زياته کړه، چې په ١٤ کلنۍ کې د خاوند کور ته لاړه، د يوې شل کسيزې کورنۍ ټول کاري مسووليتونه ورتر غاړې شول؛ خو لا ماشومه وه او په وس کې يې نه و، د کور کارونه نيمګړي پاتې کېدل ، نو ځکه هره ورځ د خاوند او کورنۍ د نورو غړو له لوري له وهلو ټکولو سره مخ کېدله.
هغې چې تړمې اوښکې يې پر سوځېدلو اننګو را بهېدلې وويل :" زه د ښارنجلۍ وم، زه يې کلي کې ورکړم د خاوند کورنۍ مې غوښتل چې زه په نغري خواړه پاخه کړم،چاى وکړم، دا چې په نغري خواړه پخول او يوې شل کسيزې کورنۍ ته خواړه چمتوکول راته ستونزمن و؛ نو ځکه وهل او ټکول کېدم."
دې مېرمنې په داسې حال کې، په کاغذي دستمال چې نور شړېدلى و او د اوښکو پاکولو وړ نه و، اوښکې پرې پاکې کړې وويل، کله يې چې نوموړې روغتون ته ولېږدوله ، څلورکلنه لينا او درې کلنه نرګس دوه اولادونه يې درلودل.
هغې د خپلې سوځېدنې کيسه داسې وکړه:((درې کاله وړاندې د لړم مياشت کې هوا ډېره سړه وه، نجونو د حويلۍ په منځ کې شوخي کوله، کله يې چې پلار را ننوت، نجونو ته نږدې شو او په ګواښ سره يې ورته وويل: ولې مو واښه شکولي؟))
کوچنۍ لور يې چې له پلار نه يې زياته ورېدلې وه، ددې لپاره چې هغه ونه وهي، وويل:(( مور مې ويلي))، خو بيايې هم پلار دومره وډبوله چې نږدې و لوڼې يې ضعف وکړي.
دې مظلومې مېرمنې زياته کړه:(( د خاوند له لاسه مې لرګى واخيست او ومې ويل:ما ووهه، خو لوڼو ته مې څه مه وايه... دومره يې ووهلم چې په لاره نه شواى تللى، غوښتل مې چې د حويلۍ دروازه خلاصه کړم، د سړک له لارويانو مرسته وغواړم، د دروازې په خوله کې يې ګېر کړم، تر کوره واټن زيات و، له وېښتانو يې کور ته را کش کړم، يوه کوڅۍ وېښته به مې چې وختل، بيا به يې نور ونيول، کور ته يې راوړم، بيا يې لرګى راووړ او د پخوا په څېر يې ووهلم.))
د تاوتريخوالي دې قرباني وويل، حالت يې دومره خراب شو چې نه پوهېده څه وکړي! له تيلو ډک د نوشابې بوتل مې راووړ، ګوګرد لوند و، خاوند مې ګوګرد له لاسه واخيست او ويې ويل: اور در اچوم.
هغې زياته کړه:((لاړم، وچ اور لګونى مې راوړ، نه پوهېږم چې زما د ګوګرد اور و که خاوند مې اور را بل کړ، هغه مهال مې رښتيا هم د مرګ غوښتنه کوله، تمه مې نه وه چې څوک دې زما د اور غلي کولو ته راشي، خاوند مې لا هم په لمبو کې په لغتو او لرګيو وهلم، چپ لاس مې سره ددې چې سوى و، مات شو، د خاوند لرګيو او لغتو مې اور له ٢٥ دقيقو وروسته غلى کړى، يواځې پښې مې نه وې سوې، پورتنۍ نيم وجود مې سوى و.))
دې مېرمنې زياته کړه، ټول لاسونه، غاړه او مخ يې سوځېدلي وو، خاوند يې دروازه خلاصه پرېښوده، له کوره ووت، خلک راغلل، ددې د بربنډوالي پټولو لپاره يې پرې له خاورو ډکه کمپله واچوله او ځان يې په کې پټ کړ.
هغې زياته کړه، يو ساعت وروسته د خاوند مور او د تره زوى يې راغلل او ويې ويل، په روغتون کې به نه وايې چې ځان مې سوځولى، که دې وويل د زهرو پېچکاري در کوي... خلک را ټول شول او هغه يې د هرات روغتون ته ولېږدوله.
د تاوتريخوالي دې قرباني وويل، وروستۍ هيله يې د لوڼو ليدنه وه، له ژونده مړه شوې وه، ددې لپاره چې زهر ور پېچکاري کړي ويې ويل، ځان يې وسوځاوه، ځکه چې خاوند يې پرې ظلم کاوه.
هغه چې معصومو سترګو يې د حقيقت کيسه کوله زياته کړه چې د خولې او شونډه د سوځېدو له امله يوه مياشت د ډوډۍ خوړل او خبرې ترې پاتې وې، يواځې سيروم يې لاس ته بند وو. خاوند يې پر دې د ظلم له امله ١٢مياشتني بندي شو، خو په پيسو يې ځان راخوشې کړ.
دې مور وويل، ٩ مياشتې په روغتون کې بستر وه، پنځه عمليات يې تېر کړل، خو يو کس يې هم پوښتنې ته را نه غى، ډاکټرانو يې د ژوند هيله نه درلوده او ويل يې:((اتيا سلنه ځان دى سوى، ته مرې.))
هغې وويل:((خو خداى پاک بيا ژوند راکړ، څو خپل ځان ثابت کړم، زه غواړم د ټولو هغو مېرمنو غچ واخلم چې سوځول شوې دي. زما ګناه څه وه؟ ماته يې اجازه نه راکوله چې له کوره ووځم، نجلۍ مې زېږولې وه، څه بل کار مې نه شواى کولى.))
دغه ځوانه مېرمن اوس له هرات نه کابل ښار ته راغلې او له خپلې يوې ملګرې سره چې د ښځو د حقونو مدافع ده، ژوند کوي. دې په جديت سره وويل، لومړۍ هيله يې داده چې پلاستيکي جراحي وکړي، ماشومان يې وېرولي چې ددې خواته دې نه ورځي چې تاسې هم سوځوي، خو په دويم قدم کې غواړم چې ځوانه لور يې د خاوند د کورنۍ له منګلو وژغوري او په درېيم قدم کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره کلکه مبارزه
وکړي .
هغه چې د زوى نشتوالى د خپل خاوند د ظلم يو لامل بولي، څرګندوي:((درې کاله کېږي چې له هېڅ کوم يوه نه حال احوال نه لرم، يوه ورځ غواړم ځان ور وښيم چې پرمختګ مې کړى.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون شمېرې څرګندوي چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د تاوتريخوالي څه باندې دوه زره پېښې ثبت شوې چې فزيکي، رواني، ځان وژنې، سوځونې او ... د تاوتريخوالو نورې بڼې په کې شاملې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










