منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندوز د بمبار شوي روغتون يو شمېر کارکوونکي نادرکه دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٤): بې پولې ډاکتران (MSF) وايي چې په کندوز ښار کې د جګړو تر پيلېدو او بيا پر روغتون تر بمبار وروسته يې يو شمېر کارکوونکي نادرکه دي او دوى ورسره اړيکه نه لري.

د يادې ادارې له خوا د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وړمه ورځ په کندوز ښار کې د دوى پر روغتون بمبار وشو چې د ١٢ کارکوونکو په ګډون په کې ٢٢ تنه ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان شول.

اېم اېس اېف ويلي چې د بريد پر مهال په روغتون کې شاوخوا ٧٠ کار کوونکو شتون درلود، خو اوس له ډېرو خبر نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تر يادې پېښې وروسته دوى د خپلو دغو کارکوونکو په اړه اندېښنه لري او زياتوي چې ټيلېفونونه يې  کار نه کوي او نه هم ورسره اړيکه نيول کېږي.

د بې سرحده ډاکترانو ادارې له خپلو کارکوونکو، د هغوى له کورنيو او دوستانو څخه غواړي  چې له دوى سره په ورکړل شوو ټيلېفون شمېرو اړيکې ونيسي، څو دوى د خپلو کارکوونکو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

په دې شمېرو خلک يواځې د روغتون د کارکوونکو په اړه معلومات شريکولى شي، د نورو موضوعاتو په اړه دې اړيکې نه نيسي.

شمېرې په دې ډول دي (٠٧٢٩٢٨٢٩٨٦ او ٠٧٨٣٤٠٥٥٩٨

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا