منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ واکسين کمپاين پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۱۳ تله ۹۴): په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په موخه واکسين پيل شو.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، تر دې وړاندې يواځې د خولې له لارې ماشومانو ته د ګوزڼ (پوليو) واکسين ورکول کېده.

هغه زياته کړه: ((تر دې وروسته موږ د ګوزڼ واکسين د پېچکارۍ له لارې هم ورکوو.))

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسي او دغه واکسين ورکړي.

په همدې مهال د هلمند د عامې روغتيا د کتلوي معافيت د څانګې مشر ډاکټر عبدالاحد حازم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېچکارۍ له لارې د ګوزڼ واکسين د تطبيق لپاره يې ١٢٠ تنه روزلي دي.

ده وويل، دغه کسان په ٦٦ روغتيايي مرکزونو کې ځاى پر ځاى شوي، تر څو له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي واکسين تطبيق کړي.

نوموړى وايي: ((دا نوی واکسين (I,P,V) په درېيو دورو کې ورکول کېږي، چې تر دوه نيمو مياشتو پورې دوه ځله په خوله کې د څاڅکي په ډول او درېيم ځل د پيچکارۍ له لارې د يوه کال په عمر ورکول کېږي، چې د ګوزڼ په مخنيوي کې په ټوله نړۍ کې يې ښه پايله لرلې.))

هغه زياته کړه، يواځې په هغو سيمو کې د ياد واکسين پلي کول ستونزمن دي چې عملاً جګړه په کې روانه ده.

دى وايي: ((په هغو سيمو کې چې دولت واک لري او که طالبان، موږ مشکل نه لرو، خو مقصد چې جنګ نه وي.))

د ده په وينا، د روان کال په اوږدو کې د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ يوه مثبته پېښه ليدل شوې ده.

نوموړى زياتوي، د پوليو واکسين له نوي سيستم سره به تر ډېره د ګوزڼ ناروغۍ پېښې کمې شي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په ټول هېواد کې د ګوزڼ (پوليو) واکسين درې ورځنى کمپاين پيل شو او د دغه کمپاين پر مهال شاوخوا اته ميليونو هغو ماشومانو ته واکسين وشو، چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا