منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“پر روغتون هوايي بريد جنګي جرم دى “

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٤): بې پولې ډاکترانو د افغان حکومت هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د کندوز په روغتون کې وسله والو شتون درلود او دغه څرګندونې يې د نفرت وړ بللې دي.

وروسته له هغه چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونيو، څو ورځې وروسته امريکايي الوتکو په دغه ښار کې د بې پولې ډاکترانو اړوند روغتون باندې هوايي بريد ترسره کړ.

د بې پولې ډاکترانو نړيوال تنظيم وايي چې د بريد پر مهال د دوى د لسګونو کارکوونکو په ګډون په روغتون کې ١٨٠ کسان وو چې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د دوى ١٢ کارکوونکي او لس ناروغان ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان شول.

پرون د افغانستان ملي دفاع وزارت او د کندوز سرپرست والي ويلي وو چې په روغتون کې وسله وال طالبان وو، له روغتون او خلکو يې د سپر په توګه کار اخيست، پر عامو خلکو او دولتي ځواکونو يې ډزې کولې.

د بې پولې ډاکترانو نړيوال تنظيم (اېم اېس اېف) له خوا د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز پر روغتون د هوايي بريد په اړه د افغان حکومت څرګندونې د نفرت وړ او په جنګي جرمونو کې راځي.

سرچينې زياته کړې: ((د افغان حکومت له څرګندونو معلومېږي چې افغان او امريکايي ځواکونو په ګډه د روغتون د له منځه وړو پرېکړه کړې وه.))

ياد تنظيم ادعا کړې چې د افغان حکومت وروستۍ څرګندونې  د نفرت وړ او د جنګي جرمونو په زمره کې راځي.

سرچينې ويلي، دا څرګندونې د امريکا د هغه بيان ضد هم دي چې پر روغتون تر بريد وروسته يې ورکړى او ويلي چې په دې اړه بې پرې پلـټنې کوي.

د بې پولې ډاکترانو تنظيم ويلي چې د بمبارۍ پر مهال د روغتون تر څنګ پر بلې ودانۍ هېڅ بريد نه دى شوى او نه هم تر بريد مخکې د دوى کارکوونکو په روغتون کې دننه د جګړې په اړه کوم راپور ورکړى و.

د يادونې ده، تر ياد بريد وروسته يو شمېر ټپيانو نورو روغتونونو او ولايتونو ته لېږدول شوي او ياد روغتون خپل فعاليت درولى دى. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا