کابل (پژواک ١٤ تله ٩٤): د عامې روغتيا وزارت په کندوز ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبار په تړاو د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه او وايي، د نړيوالو روغتيايي بنسټونو له نه شتون پرته د ميليونونو افغانانو روغتيا دا مهال له ګواښ سره مخامخ ده.
تېره اوونۍ د طالبانو له لوري د کندوز ښار تر نيولو وروسته، کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي الوتکو له لوري هوايي بريد وشو.
د بې پولې ډاکټرانو نړيوال سازمان د څرګندونو له مخې، د بريد پرمهال د لسګونو کارکوونکو په ګډون ١٨٠ کسان په روغتون کې موجود وو، چې پر دې روغتون د امريکايي ځواکونو بمبار کې د دې مرکز ١٢ کارکوونکي او ١٠ ناروغان ووژل شول او ٣٧ نور ټپيان دي.
هغه خبرپاڼه چې نن (د تلې ١٤مه) د عامې روغتيا وارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، په کې راغلي چې د عامي روغتيا وزارت د کندوز ولايت د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بريد په اړه، له بې پرو او هراړخيزو څېړنو څخه ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پر روغتون د وروستي هوايي بريد له امله چې د يو شمېر روغتيايي پرسونل او ناروغانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو، د سيمه ييزو او نړيوالو روغتيايي، طبي او جراحي پرسونل فعاليتونه يې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
سرچينې د دې مطلب په څرګندولو سره چې روغتيايي پرسونل د هېواد په هېڅ سيمه کې ځان خوندي نه بولي، زياته کړې چې ځينې نړيوال روغتيايي بنسټونه له ياد بريد څخه وروسته، افغانستان کې د ګواښ زياتېدو له امله د خپل اوسېدو په اړه اندېښنه لري.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو روغتيايي بنسټونو پر شتون متکي دى او په ورته وخت کې د هغوى له کار او فعاليت څخه منندوى دى.
د هېواد عامې روغتيا وزارت ويلي، نادولتي موسسې، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ارزښتناک فعاليتونه ترسره کوي، نو د هغوى له نه شتون پرته به ميليونونه افغانان له دوامداره ناروغيو څخه وځورېږي، د ماشومانو او مېرمنو د مړينې کچه به د اوسمهال په پرتله لوړه شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










