خوست ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): په خوست کې د جلغوزيو سوداګر او نور پلورونکي وايي چې که دې مېوې ته د مناسب بازار موندنې په برخه کې جدي پاملرنه ونه شي، ښايي په نيمه بيه يې له لاسه ووځي.
په دې ورځو کې د خوست ښار لوېديځ او د پوهنتون سړک غرب لوري ته په پراخه دښته کې سلګونه نارينه، ښځينه او ماشومان د جلغوزيو د انبار شوو غوټو په سپړلو بوخت دي.
د دغو خلکو زياته برخه هغه کسان دي چې کمزوری اقتصاد لري، دوی له غوټو بېل شوي جلغوزي خپل څښتن ته سپاري او سپړل شوې غوټې يې د مزدورۍ په بدل کې له ځان سره کور ته وړي، چې بيا په ژمي کې د خس او خاشاک په توګه ترې ګټه واخلي.
د جلغوزيو دغه غوټې د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د بېلابېلو ولسواليو له ځنګلونو څخه ځکه دلته راوړل شوې چې په دې موسم کې د خوست هوا په نسبي ډول توده ده او د غوټو سپړل اسانه کوي.
د جلغوزيو پلورونکي او ځايي سوداګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د جلغوزيو حاصلات کم ښکاري، خو د خرڅلاو نرخ يې دوه چنده لوړ ختلی دی.
د پکتيکا د ګيانې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد خان پژواک اژانس ته وويل، له دې امله چې افغانستان د وچې مېوې په ځانګړي ډول د جلغوزيو د خرڅلاو مناسب مارکېټ نه لري، ټول جلغوزي پاکستان ته وړي.
خو نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې هم هر کال د جلغوزيو نرخونه په دستوري ډول رالوېږي او پاکستاني سوداګر يې له افغان سوداګرو په نيمه بيه پېري او بيا يې چين هېواد ته د پاکستان په نوم وړي.
هغه وايي: "که خوست ته پاکستاني سوداګر رانه شي، نو بيا يې پاکستان ته ورپسې ور وړو. هلته يې چې ور وړو، کله کله يې نرخ ښه وي او ډېر وخت يې په ډېره کمه بيه ورکوو."
د پکتيکا د ځدراڼو سيمې يو بل اوسېدونکي محمدعارف له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې سږ کال د جلغوزيو د حاصلاتو د کموالي له امله د دې مېوې نرخ پورته تللی دی.
خو هغه اندېښنه څرګنده چې که د خرڅلاو لپاره يې د افغانستان دولت مناسب بازار ونه مومي، ښايي د تېر په څېر سږ کال بيا هم د جلغوزيو نرخ نيم په نيمه راولوېږي.
نوموړي زياته کړه: "سږ کال ۴۰ کيلوګرامه جلغوزي په شاوخوا۷۰ زره کلدارې (٤٣زره افغانى) پلورل کېږي. اوس يې نرخ ورځ په ورځ پورته ځي. تېر کال له ۳۰ زره څخه تر ۴۰ زره کلدارو (١٨٥٠٠ افغانى تر ٢٤٥٠٠ افغانى ) پورې پلورل کېدل."
کمين خان چې د پکتيا له څمکنيو ولسوالۍ څخه يې د اووه ميليونه کلدارو (څلور ميليونه درى سوه زره افغاني په لګښت د جلغوزيو غوټې د سپړلو په موخه خوست ته راوړې، وايي چې که پاکستان ته يې يوسي، اندېښنه لري چې زيان به وکړي.
login or register a new account.