خوست (پژواک، ١٥ تله ٩٤): په خوست کې د "چلېنج کپ" په نوم د کرکټ شل اوريزې سيالۍ پيل شوې چې د دغه ولايت کابو ۱۲ لوبډلو په کې ګډون کړی دی.
يادې سيالۍ چې د خيبر پښتونخوا يو شمېر لوبغاړو ته هم په کې بلنه ورکړل شوې، په خوست ښار کې په شخصي لګښت جوړ شوي لوبغالي کې ترسره کېږي.
د دغو سياليو تنظيموونکي جهاد سنګين د تلې په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل چې سيالۍ ۲۰ ورځې دوام کوي او ګټونکو لوبډلو ته په کې ځينې نغدي جايزې هم په نظر کې نيول شوې دي.
هغه زياته کړه: "ټولې ۱۲ لوبډلې په کې ګډون لري. ۵ سوه امريکايي ډالر يې داخله ده او اتلې لوبډلې ته ۲ زره ډالره جايزه ورکول کېږي.‟
جهاد سنګين دغه راز وويل چې د کرکټ له دغو سياليو څخه يې موخه د خوست د هغو ځوان لوبغاړو روزل دي چې غواړي معياري کرکټ زده کړي.
له خيبر پښتونخوا څخه د کرکټ له راغلو لوبغاړو هدايت الله دا ډول سيالۍ د کرکټ د پرمختګ تر څنګ د لر او بر پښتنو قومونو تر منځ د يووالي په راوستو کې مهمې وبللې.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: "موږ چې خوست او يا نورو ولايتونو ته راځو، له ځان سره ډېرې خاطرې وړو. د افغانستان کرکټ بورډ بايد د کرکټ لوبغالو ته ډېره پاملرنه وکړي."
د ازاد په نوم د کرکټ يو بل لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دوی له دې سياليو ډېر څه زده کولای شي؛ ځکه د افغانستان د کرکټ ملي او الف لوبډلو لوبغاړي هم په کې ګډون لري.
هغه زياته کړه: "دا سيالۍ ډېرې ګټورې ثابتېږي؛ ځکه په دې کې د هېواد تکړه لوبغاړي لوبېږي او د هغوی له تجربو ډېر څه زده کولای شو."
خوست د هېواد يو له هغو ولايتونو دى چې د کرکټ له لوبې سره بې سارې مينه وال لري او هر ځل چې دلته د کرکټ سيالۍ جوړېږي بې شمېره خلک يې نندارې ته راځي.
دغه راز دغه ولايت په ملي او د ۱۹ کلنو په لوبډلو کې هم ځيني لوبغاړي لري.
login or register a new account.