منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په یوه تمریناتي لوبه کې دزمبابوې ځایي لوبډلې ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۵ کتنې

کابل ( پژواک، ۱۶ تله ۹۴ ۹۹۹ : افغان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې سفر په لومړۍ لوبه کې د زمبابوې چیرمین ایلیون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک چې پخپله هم په زمبابوی کې د تلې په ۱۶مه، د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا یوه ورځنۍ لوبه نن په بولاوایو ښار کې ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، چې د افغان ملي لوبډله په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو د زمبابوې یادې لوبډلې ته د ۳۵۷ منډو هدف ورکړ.

دی وایي چې دافغانستان له لوري نورعلي ځدران ۹۸، نوروزمنګل ۶۲، شهزاد محمدي ۷۸، اصغر ستانکزي ۲۳، نبي عیسی خیل، ۴۶ او نجیب الله ځدران ۳۳ ناسوځیدلې منډې وکړې.

هوتک وویل چې د زمبابوې چیرمین ایلیون لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشوکړای  او ټوله لوبډله یې په ۴۸ اورونو کې په ۲۸۵ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۷۱  منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري یو میرویس اشرف، دولت ځدران، نوروزمنګل، حمزه هوتک دوه دوه، افتاب عالم او فرید ملک یو یو لوبغاړی وسوځول.

ملي لوبډله به دوه نورې تمریناتي لوبې هم ترسره کوي او تر هغې وروسته به د زمبابوې له ملي لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او دوه شل اووریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې