ميدان ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٤): په میدان وردګو ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د قوت الرمي په نوم پیل شوې دوه ورځنۍ سیالۍ د کابل ولایت په بریا نن )د تلې ۱۷مه(پای ته ورسېدې.
د ياد ولايت وياند عطالله خوږياڼي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو سیالیو کې د میدان وردګو، کابل، غزني او پروان ولایتونو د قوت الرمي لوبې ۶۳ لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو او عمرونو کې ګډون کړی وو، چې کابل ولایت د سرو زرو د مډالونو په ګټلو سره د دغو سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
هغه زياته کړه چې دغه سیالۍ د افغانستان د قوت الرمي ملي فدراسیون له لوري د میدان وردګو ولایت په کوربه توت په لاره اچول شوې وې چې کوربه ولایت له کابل وروسته دویم مقام خپل کړ، دغه راز پروان درېیم او غزني څلورم مقام په ترلاسه کولو سره د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
د نوموړي په وينا چې د دغو سیالیو په پای کې د قوت الرمي ملي فدراسیون ريیس علیشا محمدي وویل له دغو سیالیو څخه یې موخه یادې لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو تر منځ ښې اړيکې جوړول دي.
خوږياني وويل چې هغه په میدان وردګو ولایت کې د بدني روزنې له ادارې هم مننه وکړه چې د دغو لوبو په تنظیم کې یې هلې ځلې وکړې او له همدې امله یې د دغه ادارې مشر ته ستاینلیک هم ورکړ.
د میدان وردګو د بدنې روزنې امر عین الله حقبین د خپلو خبرو په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې ورته نورې سیالۍ دې هم د میدان وردګو ولایت په کوربه توب جوړې شي.
هغه ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به د هر ډول لوبو د ښه ترسره کېدو په موخه زمینه برابره کړي.
د دغه پروګرام په پای کې ګټوونکو لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









