منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۴ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان په زمبابوې کې د کرکټ بله تمريناتي لوبه وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل ( پژواک، ١٨ تله٩٤ ) : د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په زمبابوى کې ددغه هېواد يوې ځايي لوبـډلې ته په يوه ورځنۍ تمريناتي لوبه کې ماتې ورکړه.

دافغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک چې دا مهال له ملي لوبډلې سره په زمبابوې کې د ټېليفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه نن د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٦ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته يې د ٢١٧ منډو هدف ورکړ.

هوتک وويل چې دافغانستان له لوري محمد شهزاد په زړه پورې لوبه وکړه او٧٢ منډې يې جوړې کړې، دغه راز اصغر ستانکزي ٣٦، نجيب ځدران ٢٩، نوروز منګل ٢٧ او شفيق الله شفق ٢١ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې  د کرکټ بورډ چيرمين لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ۲۰۴ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۲ منډو په توپير سره وګټله.

د افغان توپ اچوونکو له لوري لوبغاړي وسوځول. دولت ځدران، ميرويس اشرف ، افتاب عالم او همزه هوتک دوه دوه او محمد نبي يو لوبغاړى وسوځول.

محمد شهزاد ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې هم افغان لوبډلې يادې لوبډلې په لوى توپير سره ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې ده، چې دافغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو او دوه شل اووريزو نړيوالو لوبو لړۍ د تلې په ٢٤مه، پيل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې