لاهور (پژواک، ١٩ تله ۹۴) : په پاکستان کې يو شمېر افغان سوداګر او غالۍ اوبدونکي وايي چې د افغان حکومت د نه پاملرنې له امله د دوی په ګوتو اوبدل شوې غالۍ د پاکستان په نوم بهرنيو هېوادونو ته صادريږي.
دغه ستونزه په پېښور او اسلام ابا کې ځينو افغان سوداګرو له پژواک خبري اژانس سره د مرکو پر مهال شريکه کړه او په دې برخه کې يې د افغان حکومت جدي پاملرنه وغوښته .
په پېښور کې د افغان غاليو اتحاديې غړي او سوداګر حاجي خدر چې د جوزجان ولايت اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې له دېرشو کلونو راهيسې د پېښور په خيبر بازار کې د افغاني غاليو دوکان لري او په دغه کاروبار بوخت دى .
د نوموړي په وينا، تر سل زره ډېر افغانان په پېښور، اټک پله نوښار، صوابۍ، لاهور او په ځينو نورو ځايونو کې د غاليو پر اوبدلو او جوړولو بوخت دي .
هغه زياته کړه چې دغه غالۍ اوبدونکي افغانان ډېری يې ازبک، ترکمن او هزاره قومونو پورې تړاو لري او له همدې لارې په لسګونو زره افغان کورنۍ دلته په پاکستان کې ترې نفقه برابروي.
حاجي خدر په ډېرې خواشينۍ وويل چې دغه افغاني غالۍ د پاکستان په نوم د نړۍ نورو هېوادونو ته صادريږي .
دى وايي، د دغو غاليو په جوړېدو افغانان خولې تويوي خو د افغانستان د حکومت د نه پاملرنې له امله ګټه او نوم يې پاکستان ترلاسه کوي او د خپل لاسي صنعت په نوم يې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادروي .
نوموړي زياته کړه، که څه هم له دوی سره تر اوسه چا په دې برخه کې مرسته نه ده کړې خو د پاکستان حکومت يې هم د کار مزاحمت نه دی کړی.
حاجي خدر وايي: ((دوى زموږ په لاس جوړې شوې قالينې په خپل نوم صادروي چې د پاکستان دغه کار د افغان قالينو شهرت ته ډېر زيات زيان رسوي.))
په پېښور کې د افغان غاليو د اتحاديې غړي د افغانستان له دولت څخه ګيله وکړه چې څو ځله يې ترې غوښتي چې په افغانستان کې د غاليو اوبدلو شرايط او امکانات ورته برابر کړي څو دغه لرغونى صنعت بېرته افغانستان ته ولېږدوي خو تر اوسه يې چا غږ نه دى اورېدلی .
د ده په وينا، څو ځلې افغاني پلاوي راغلي او دلته يې د غاليو له اوبدونکو او سودا ګرو سره خبرې کړې خو د ستونزو په حل کې يې تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی .
حاجي خدر په کابل کې له لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه چې که دوی په پاکستان کې د افغان غاليو د صنعت بېرته خپلولو ته ژر او ځانګړی پام ونه کړي نو دغه سوچه افغاني صنعت به پر پاکستاني صنعت بدل او پردی شي .
د کريم په نوم د غاليو يو بل سوداګر چې د پېښور په خيبر بازار کې د غاليو دوکان لري، پژواک ته وويل، زحمت دوی وباسي خو بيا د نورې نړۍ هېوادونو ته چې صادريږي، پاکستان خپله ټاپه پرې وهي او له بده مرغه د هغوی په نامه ځي .
هغه زياته کړه چې د غاليو اوبدلو ټول مواد دوی په خپله اخلي، خپله يې توليدوي، د توليد ټوله پروسه يې په خپله افغانان ترسره کوي خو د افغانستان د حکومت د نه پاملرنې له امله يې ډېره ګټه او د ښه کيفيت امتياې يې پاکستان اخلي.
ده وويل چې په پاکستان کې د ټولو غالۍ اوبدونکو، پلورونکو او افغان سوداګرو هيله له افغان حکومت څخه دا ده چې د دغه افغاني مشهور او اقتصادي صنعت د پردي کېدو مخه ونيسي او د افغانستان په داخل کې په څو ولايتونو کې دغو کډوالو افغان غالۍ اوبدونکو ته ځمکې او برېښنا برابر کړي چې هم دغه افغاني صنعت له پردي کېدو وژغورل شي او هم له اقتصادي ګټو يې د افغانستان حکومت او محتاجې کورنۍ برخمنې شي .
په اسلام اباد کې يوه افغان غالۍ پلورونکي احسان الله پژواک ته وويل اوس هم د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ دلته خلک ډېرې خوښوي او اخيستونکي يې زيات دي .د عبدالکريم په نوم د غاليو يوه بل افغان سوداګر چې د پېښور په خيبر بازار کې دوکان لري، هم پژواک ته ومنله چې لسګونه زره افغانان په پاکستان کې د غاليو په صنعت کې بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










