لاهور (پژواک، ١٩ تله ۹۴) : د پاکستان د لاهور ښار د شوکت خانم په نوم د سرطان روغتون ته هره مياشت د سرطان په ناروغۍ اخته لسګونه افغان ناروغان مراجعه کوي چې ډېری يې د وينې سرطان لري .
د شوکت خانم روغتون په ۱۹۹۴کال کې د پاکستان د پخواني کرکټ لوبغاړي او اوسني سياستوال او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له خوا هغه مهال جوړ شو چې کله يې مور د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوه، بيا هغه له دې ناروغۍ د خلکو د خلاصون په موخه په خپل لګښت د سرطان د درملنې ځانګړی روغتون جوړ کړ چې په وړيا ډول ياد ناروغان په کې درملنه کېږي .
د ياد روغتون رييس ډاکتر فيصل سلطان افغاني ژورنالېستانو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال وويل چې تر اوسه پورې يې په روغتون کې په سرطان د اخته ۱۶۰۰ افغانانو په وړيا ډول درملنه شوې ده.
د هغه په وينا، هره مياشت په منځنۍ کچه له ۵۰ څخه تر ۶۵پورې په سرطان اخته افغانان دغه روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کوي او دوی يې بې له کوم توپيره د بشر دوستۍ له مخې په وړيا ډول درملنه کوي.
ډاکتر سلطان زياته کړه چې په ياد روغتون کې ټوله درملنه په وړيا ډول ده او ناروغ افغانان په شخصي ډول دوى ته مراجعه کوي.
د بغلان ولايت يو اوسېدونکى اووه کلن فواد چې نږدې دوه کاله مخکې د سرطان په ناروغۍ اخته شوى او په شوکت خان روغتون کې يې درملنه روانه ده، پژواک خبري اژانس ته وويل : ((کاکاجانه نن راته د روغتون ډاکترانو وويل چې نور په بشپړ ډول ښه شوی يې نور درملنې ته اړتيا نه لرې او له کومې وېرې پرته ژوندکوه.))
هغه زياته کړه چې څوارلس مياشتې به هره مياشت ورته وينه به يې بدلوله او بيا شپږ مياشتې مسلسل په دغه روغتون کې بستر و او په دومره وخت کې يې ډېره ښه درملنه شوې ده .
د درى کلن حضرت عمان مور چې د لوګر له ازرې ولسوالۍ څخه ياد روغتون ته د خپل زوى درملنې لپاره راغلې وه، پژواک ته وويل چې زوی يې د بډوډي په سرطان اخته دى .
د هغې په وينا، پنځه مياشتې کېږي چې په دغه روغتون کې بستر دى او ټوله درملنه يې وړيا کېږي، اوس نو معلومه نه ده چې د ده درملنه به څومره وخت ونيسي.
کله چې سړی د دغه روغتون په هر دهلېز کې ګرځي پر افغان ناروغانو او يا هم د هغوی پر پايوازانو يې سترګې لګېږي.
د عبدالباسط په نوم يوه تن چې د بدخشان ولايت اوسېدونکی دی هم خپل د سرطان يو ناروغ يې روغتون ته درملنې په موخه راوړى دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ډاکترانو يې د ناروغ جراحي عمليات ترسره کړي او وروسته به معلومه شي چې څه پايله ورکوي.
د نوموړي په وينا، په روغتون کې کومه ستونزه نه لري؛ ځکه درملنه يې په وړيا ډول ترسره کېږي خو له تورخم څخه تر دغه روغتون پورې چې ناروغان او د هغوی پايوازان راځي نو په لاره کې څو ځايه که قانوني اسناد ولري او که يې ونه لري د پوليسو له خوا ځورول کېږي او پيسې ترې اخلي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشې عبدالرحمن حبيب زوی پژواک اژانس ته ومنله چې دلته يو شمېر افغانان له يادو ستونزو سره مخ دي او په اړه يې د افغانستان سفارت څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي .
هغه په پاکستان کې له مېشتو افغانانو څخه وغوښتل چې هرکله له ستونزو سره مخ کېږي نو په جرئت دې خپلې ستونزې له سفارت او يا هم د دوی له قونسلګريو سره شريکې کړي تر څو دوی ورته رسېده ګي وکړي
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










