منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د افغانستان روزنیز او پراختیايي مرکز دوه کاله هلمندته بې کيفيته درمل ورکړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

لښکرګاه(پژواک۲۰،تله ۹۴) : د هلمند ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د تړون خلاف د "افغانستان روزنیز او پراختیايي مرکز" په تيرو دوه کلونو کې دې ولايت ته بې کيفيته درمل ورکړي دي.

 د هلمند ولايت د عامې روغتيا رياست د ارزونې د څانګې مشر ډاکټر اشرف نادري د تلې په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې د عامې روغتيا وزارت د "افغانستان روزنیز او پراختیايي مرکز" سره د درملو په برخه کې يو تړون لاسليک کړ.

د هغه په وينا، ددې تړون له مخې ياد شوى مرکز اړ دى چې په هلمند ولايت کې ٧٢ روغتيايي مرکزونو ته د ښه کيفیت لرونکي درمل ورکړي.

هغه زياته کړه : (( موږ چې کله ارزونه وکړه په تيرو دوه کلونو کې دې مرکز هلمند ته بې کيفیته درمل ورکړي دي.))

نادري وايي چې دغه مرکز په ياده برخه کې لوى فساد کړى ځکه دغو درملو خلکو ته د ګټې پر ځاى زيانونه رسولي دي.

هغه وويل : ((په تړون کې نه و ويل شوي چې درمل بايد د کوم هيواد وي خو د دې مرکز فارمسستان پاکستانيان دي نو کيداى شي دوا يې هم له پاکستانه راوړې وي.))

ده وويل چې اوس نو په ياده برخه کې دې د عامې روغتيا وزارت چارواکي پريکړه وکړي.

نادري دا هم وويل چې د هلمند ولايت په ډيرو درملتونونو کې پر هيوادوالو بې کيفیته درمل پلورل کيږي.

خو د "افغانستان روزنیز او پراختیايي مرکز" سيمه ييز استازي ډاکټر شهزاده حليم پژواک ته وويل چې دې مرکز د هلمند ولايت لپاره درمل له هغو کمپنيو ترلاسه کړي چې درملو د خرڅلاو جواز ورته د عامې روغتيا وزارت له لوري ورکول شوى دى.

حليم زياته کړه : (( دا چې یادو کمپنیو په ټیټ کیفیت در مل وارد کړي، مسوولیت يې بیا هم د عامې روغتیا وزارت د اروزونې د ډلې دی، ځکه دوی نه شي کولی چې د درملو کیفیت معلوم کړي.))

ده وويل چې په ياده برخه کې دوى هيڅ ډول مسووليت نه لري بايد د درملو له واردونکو کمپنيو څخه وپوښتل شي.

خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي هغه مهال به په ياده برخه کې دوى پريکړه وکړي چې د هلمند ولايت د عامې روغتيا وزارت له لوري ورته راپور ورکړل شي.

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په بست روغتون کې د نجم الدين په نوم يو کس چې خپل پلار يې د درملنې په موخه را وستلى و پژواک ته وويل: ((د  ولسوالیو په دولتي روغتونونو کې د شخصي روغتونونو په پرتله لږ در مل ورکول کیږی، که چیرې يې کیفیت هم خراب شي، نو  بیا په  لږو درملو خو ناروغ نه ښه کيږي.))

 هغه وويل چې په دولتي روغتونونو کې ناروغ ته اړينه پاملرنه نه کيږي نو ځکه ډيرى کسان خپل ناروغان بست روغتون ته راوړي.

د يادنې ده چې د هلمند ولايت په بست روغتون کې بې پولې ډاکټران دندې ترسره کوي او د دې ولايت اوسيدونکي وايي چې د ياد شوي روغتون درمل د ښه کيفيت لرونکي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا